''فیسبوک'' په ۲۰۱۶ کې مصنوعي سپوږمکۍ توغوي

د عکس سرچینه، Facebook
- Author, ډېو لي
- دنده, د شمالي امریکا لپاره د ټکنالوژۍ خبریال
د خواله رسنۍ ''فیسبوک'' بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ ویلي، په پام کې لري چې د لیرې افریقا په سیمو کې انټرنېټ ته د لاسرسي د اسانتیا راوستلو لپاره مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوي.
فیسبوک وايي، دا مصنوعي سپوږمکۍ به له فرانسوي ''یوټلساټ'' شرکت سره په ۲۰۱۶ کال کې وتوغوي.
زوکربرګ پر فیسبوک په یوې تبصرې لیکلي: ''هڅې مو روانې دي چې نړۍ د انټرنېټ په مټ سره ونښلوو، آن که خبره زموږ له سیارې وهم وځي''.
دا د فیسبوک شرکت د اړوند ''انټرنېټ ډاټ اورګ'' پروژې یوه برخه ده، چې دا پروژه په ځینو هېوادونو کې له یولړ نیوکو سره مخامخ شوې ده.
په ځينو هېوادونو کې د زوکربرګ ددغه پلان پر وړاندې کلکه نیوکه شوې ده، چې ویل کېږي فیسبوک او نورو شریکانو ته دا وړتیا ورکوي، چې د انټرنېټ په برخه کې د پرمختللو بازارونو کاروبار پیکه کړي.
انټرنېټ ډاټ اورګ پروژه لیرو سیمو ته د انټرنېټ رسولو چارې مخته بیايي. دغه شرکت په وروستیو کې ویلي وو، د هغو بې پیلوټه الوتکو په مټ به انټرنېټ عام کړي، چې د همدې موخې لپاره جوړې شوې دي.
په وروستیو کې د مصنوعي سپوږمکیو په توغولو سره د انټرنېټ خدمتونو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.

د عکس سرچینه، AP
زوکربرګ لیکلي: ''په تېر یوه کال کې، فیسبوک د هوا له لارې د انټرنېټ د رسولو په برخه کې د الوتکو او مصنوعي سپوږمکیو پر لارو چارو غور کوي''.
دی زیاتوي: ''معمولاً د دودیزو زېربناوو له لارې، لیرو سیمو ته د انټرنېټ رسول ګران کار دی، همدا ده چې موږ نوې ټکنالوژۍ ته مخه کړې ده.''








