د یمن صنعاء جومات کې ځانمرګي برید ۲۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن پلازمېنې صنعاء په البلیلي جومات کې د لوی اختر د لمانځه پرمهال دوو ځانمرګو بریدونو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي. تر اوسه هېچا د برید پړه نه ده منلې.
رپوټونه وايي، یاد جومات د صنعاء د پولیسو اکاډیمۍ ته څېرمه پروت دی، چې تر ډېره پر دغې سیمې شیعه یاغي حوثیان واکمن دي.
دغه جومات ته تر ډېره شیعه ګان ورتلل او له همدې ځایه به یې خپل شعارونه پورته کول.
رپوټونه وايي، یوه برید کوونکي د جومات د ننه ځان چوولی، خو کله چې خلک له جوماته په تېښته شول، یوه بل ځانمرګيبریدګر هم د جومات د ننه ځان وچووه.
له برید وروسته پولیسو جومات ته غځېدلې لارې وتړلې او د پلازمېنې په واټونو کې یې مشکوک کسان ونیول.
دا برید د یمن جنوبي عدن ښار ته له سعودي عربستان نه د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي له ستنېدو دوه ورځې وروسته شوی.

د عکس سرچینه،
هادي په تېره مارچ میاشت کې د هېواد پر ډېری سیمو د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې راتلو وروسته سعودي عربستان ته وتښتېد.
د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثیانو ضد ایتلاف جوړ شو، چې حوثیان یې له عدن او ځینو نورو سیمو وشړل.
په وروستیو کې پلازمېنه صنعاء د ځینو خونړیو بریدونو شاهده وه، چې پړه یې د "اسلامي دولت" ډلې پرغاړه واخیسته.

د عکس سرچینه، Reuters
حوثي یاغیان د صنعاء سربېره، چې تېر کال یې ونیوه، د یمن ځینې نورې سیمې هم په لاس کې لري.
ملګري ملتونه وايي، د تېر مارچ میاشتې له ۲۶مې راهیسې تر اوسه هلته په هواييبریدونو او ځمکنۍ جګړه کې نژدې ۴۹۰۰ کسان وژل شوي چې ۲۲۰۰ یې ولسي وګړي دي.








