د یمن پولې ته نژدې د سعودي عربستان یوه چورلکه لوېدلې

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان ځواکونه وايي، د یمن پولې سره نژدې د یوې چورلکې د لوېدو له کبله دوه پېلوټان یې وژل شوي دي.
د عربستان د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې د چورلکې د سقوط په اړه څېړنې روانې دي.
بلې خوا د یمن په شمال کې حوثي شیعه ډلې ویلي، چې د دوی ځواکونو د سعودي عربستان یوه چورلکه ویشتلې ده.
د سعودي عربستان په مشرۍ د سیمه ییز ائتلاف لخوا پر حوثیانو او د یمن پخواني ولسمشر عبدالله صالح پر پلویانو د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې هوايي بریدونه پیل شوي.
په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴ زره کسان وژل شوي دي.
سعودي عربستان او ملاتړي یې د عبدربه منصور هادي له دولت څخه ملاتړ کوي.
شیعه حوثیانو د ۲۰۱۴ کال به سپتمبر کې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله او د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادی عدن ته لاړ چې له هغه ځایه بیا سعودي عربستان ته لاړ.




