زرګونه نور کډوال اتریش ته اوښتي

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي هېوادونو د مشرانو د غونډې به بهیر کې چې د کډوالو د کړکېچ لپاره حل لاره لټوي، په تېرو دوو ورځو کې زرګونه کډوال اتریش ته رسېدلي دي.
اتریشي چارواکي وايي، واړندوینه شوې چې د دوشنبې په ورځ به ډېر شمېر کډوال دغه هېواد ته دننه شي.
ټاکل شوې د ختېځې اروپا د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د کډوالو د کړکېچ د حل لپاره یوه اونۍ خبرې وکړي.
ښکاري چې د هنګري، چک، سلووېنیا او د پولنډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د جرمني د هغې غوښتنې په اړه چې د کډوالو د منلو په تړاو کې کړه وه تازه پریکړه وکړي.
همدارنګه د سه شنبې په ورځ به د اروپايي ټولنې وزیران ناسته وکړي چې په دویمه ورځ به یې د دغو هېوادونو د مشرانو په ګډون سره دوام پیدا کړي.
د کډوالو بحران او اروپايي هېوادونو ته د زرګونو کډوالو ورتګ د دغو هېوادنو ترمنځ د نظر اختلاف او کړکېچ لامل شوی.

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، هیڅ یو اروپايي هېواد به د کډوالو د منلو لپاره استثنايي نه وي.
د اروپايي شورا مشر دونالد تاسک پخپل یوه ټویټ کې ویلي، دا ښه ده چې مرسته وشي چې د سوریې کډوالو ته د دوی له کورونو سره نژدې ښه ژوند جوړ کړی شي.
د اروپايي اتحادیې د قوانینو پربنسټ، کډوال چې هر یوه اروپايي هېواد ته لومړی د ننه شي هالته باید نوم لیکنه یې وشي او پناه ورکړل شي او د اوسېدو امکانات ورته برابر شي.
خو په دا وروستیو کې زرګونه کډوال چې زیاتره یې د سوریې او عراق وګړي دي پرته له نوم لیکنې له هنګري نه په تېردو سره اتریش او جرمني ته تللي دي.

د عکس سرچینه، Getty
ډیری کډوال شمالي اروپا ته د رسېدو لپاره له خطرناکو لارو تېریږي چې ډیر وخت د دوی د مرګ لامل کېږي.
په وروستۍ پېښه کې تېره ورځ ۱۳ کډوال هغه مهال ووژل شول چې ترکیې ته نژدې د دوی بیړۍ له یوې بلې بیړۍ سره ټکر شوه.
په رپوت کې راغلي چې د کډوالو بیړۍ د یونان لسبوس ټاپو لورې ته په حرکت کې وه.








