۲۴ ساعتونو کې اتريش ته نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال اوښتي

کرشيا ويلي دي، دوی دومره لوى شمېر کې د کډوالو منلو وړتيا نه لري

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کرشيا ويلي دي، دوی دومره لوى شمېر کې د کډوالو منلو وړتيا نه لري

د اتريش چارواکي وايي، نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى هېواد ته رسېدلي دي.

د دوي څخه ډير يې هنگري څخه د چارواکو له خوا انتقال شوي. لومړى د کروشيا حکومت هغوی له خپل هېواده هنگري ته ليږلي وو.

بل خوا هنگري په کروشيا د کډوالو په لړ کې خپلو سختو نيوکو ته دوام ورکړى دى.

د هنگري د بهرنېو چارو وزير پیټر سیارتو دغه نیوکې کړې او ویلي يې دي، چې په دې برخه کې د دوی له ځمکنۍ واکمنۍ څخه سرغړونه شوې.

پیټر وویل:"کروشیا داسې یو حکومت لري چې په څرګنده اروپايي قوانینو ته درناوي نه کوي. د کډوالۍ سیستم یې په یوه ورځ کې د ننه ونړید او د دې پر ځای چې په رښتینولۍ سره کډوالو ته اسنتیاوې برابرې کړي چې موږ پوهېږو دا ډېر سخت کار دی، هغوی مخامخ هنګري ته لیږي".

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه:"د دې سربیره دوی زموږ ځمکنۍ واکمنۍ نه هم سرغړونه کړې هغه مهال چې دوی د کرشیايي پولیسو په بدرګه له خبرداري او همغږۍ پرته یو اورګاډی هنګري ته ولېږه. دا نو څه راز اروپايي پیوستون دی."

ځیني جرمني وګړي په دې اند دي، چې کډوال باید د دوی خاورې ته ورشي ځکه چې د دوی په ټولنه کې د ځوانانو کمښت دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځیني جرمني وګړي په دې اند دي، چې کډوال باید د دوی خاورې ته ورشي ځکه چې د دوی په ټولنه کې د ځوانانو کمښت دی

خو کرشيا ويلي دي، دوی دومره لوى شمېر کې د کډوالو منلو وړتيا نه لري.

بل خوا جرمني ته هم د کډوالو لړۍ روانه ده ، د نورو سيمو په څير دې هېواد ته ورغلو کډوالو کې هم يو لوى شمېر افغانان دي.

د دوى څخه يې ځينو شکايت کړى چې د کډوال د شمېر ډيرېدو له امله هغوي سره سم چلن نه کيږي.

زمونږ همکار ميرويس مياخيل چې د دې کډوالو په اړه خبري پوښښ لپاره جرمني ته تللى، د کډوالو د بهير او د هغوی ستونزو په اړه وايي:

د کډوالو د راتګ لړۍ اوس هم جرمني ته روانه ده دلته افغان کډوال د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دي.

ځینې چې همدا اوس راسېدلي غواړي، چې نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

او یو شمېر د دې لپاره له جرمني نه نور هېوادونو ته ځي چې دوی ته په جرمني کې ډېره پاملرنه نه کېږي.

د اتريش چارواکي وايي، نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى هېواد ته رسېدلي دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د اتريش چارواکي وايي، نژدې ۱۰۰۰۰ کډوال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوى هېواد ته رسېدلي دي

ځکه چې د کډوالو د راتګ لړۍ چټکه شوې او ډله ډله کډوال جرمني ته را روان دي. او له دوی څخه پام هغو کډوالو ته اړول شوی دی، چې هغو د سوریې او عراق وګړي دي او دلته راغلي دي.

خپله ډیری جرمني وګړي په دې اند دي، چې کډوال باید د دوی خاورې ته ورشي ځکه چې د دوی په ټولنه کې د ځوانانو کمښت دی خو باید دغه کډوال د دوی ټولنې ته ور ګډ شي او د جرمني قانون ته درناوی وکړي او ويې مني.

بل خوا جرمني ته هم د کډوالو لړۍ روانه ده ، د نورو سيمو په څير دې هېواد ته ورغلو کډوالو کې هم يو لوى شمېر افغانان دي
د عکس تشریح، بل خوا جرمني ته هم د کډوالو لړۍ روانه ده ، د نورو سيمو په څير دې هېواد ته ورغلو کډوالو کې هم يو لوى شمېر افغانان دي

ځینې جرمنیان په دې اند دي،هغه کسان چې د کډوالو د ورتګ مخالفت کوي هغوی د دغو هېوادونو په اړه پوره معلومات نه لري او دوی باید د دغو هېوادونو په اړه پوره معلومات تر لاسه کړي او بیا دا خبره وکړي.

سیاسي مخالفتونه شته خو د ولسي وګړو نظر بیا بل ډول دی.