اروپا ته د کډوالو د سفرونو دردونکې کیسې

د عکس سرچینه،

اروپا ته د راتلونکو ناقانونه کډوالو بهیر اوس پر یوه ناورین بدل شوی دی.

تر څو ورځو وړاندې د جرمني په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو دې کډوالو ته خپلې دروازې پرانیستې او هرکلی یې ورته ووایه.

نورو اروپایي هېوادونو بیا له دې تګلارې سره مخالفت وکړ او چمتو نه وو چې د کډوالو دې بار ته اوږه ورکړي.

حال دا چې اوس جرمني او نورو هېوادونو هم د کډوالو پر وړاندې سختۍ پیل کړې، او ښایي نور کډوالو و نه مني.

خو په دې سیاسي پرېکړو، اعلامیو او ناستو کې ځیني وخت د دې کډوالو کړاو بد حالت له سترګو پناه شي.

دوی سلګونه، یا آن زرګونه کیلومتره پیاده مزل کړی. په ځنګلونو او سمندرونو را اوښتي. ځیني یې پر لار وژل شوي او نور بیا منزل ته رسېدلي.

د بي بي سي خبریال متیو پرایس د هنګري او اتریش پولې ته نږدې پر لویه لار د کډوالو له یوه کاروان سره ملګری شوی، او دا رپوټ یې چمتو کړی دی.

په ژوبله پښه ورو ورو روانه وه. ګاډۍ هم درنه وه. لاسي بکس یې د ګاډۍ کیڼ لاس ته را ځوړند و، او ښي لاس ته یې په یوه کڅوړه کې مڼې وې.

د ګاډۍ تر سیټ لاندې یوه تاو شوې کمبله اېښودل شوې وه. پخپله ګاډۍ کې یې نور سامان را بار کړی و. څه یې چې له وسه پوره وو له ځان سره یې راخیستي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د دې ټول سامان پر سر یې درې کلن ماشوم ناست و. په درانه خوب ویده و.

زوی او شپږ یا اووه کلنه کوچنۍ لور یې هم تر څنګ پیاده روان وو. له تېرو لسو ساعتونو یې پر دې لویه لار د پښو مزل کړی و.

ماشومانو د دمې یا ستومانۍ خبره نه کوله. خو نور یې د مزل انرژي نه درلوده. د بوداپېست د اورګاډو له تمځایه یې دېرش کیلومتره مزل کړی و. اوس د هنګري له یوې کلیوالې سیمې تېرېدل.

د کوچني هلک پښې په لړزېدو شوې. خپل لاس یې پر ګاډۍ کېښود چې را پرېنوځي. سر یې ښکته کړ او په ژړا شو.

مور یې ودرېده، هڅه یې وکړه چې غلی یې کړي. باید مزل ته یې ادامه ورکړې وای. چاره نه وه. خو لږه شېبه وروسته یې مور هم نور بیخي ستومانه شوه.

لاسونه یې پر زنګنو کېښودل، نور را پرېتوله. ځای پر ځای په ژړا شوه.

سترګې یې له اوښکو را ډکې شوې. کوچنۍ لور یې تر څنګ حېرانه ولاړه وه. نه پوهېده چې څه وکړي. تر څنګ یې پر لویه لار موټر په تېز سرعت روان وو.

نور کډوال هم پیاده روان وو. ځیني ستومانه وو او د یوې لنډې دمې لپاره کښېناستل.

ځینو یې د سړک تر غاړې اوسپنیزو کټارو ته تکیه وکړه. ټولټال به زر کسان وو، یا تر دې هم ډېر. ټول د اتریش د پولې پر لور روان وو.

د دې پیاده کاروان په سر کې نارینه روان وو. شمېر یې تر مېرمنو او کوچنیانو ډېر و. ډېر چټک روان وو. هغه چې کورنۍ ورسره وې، نه یې شو کولای چې په دوی پسې ځانونه ور ورسوي.

د پولیسو موټر به هم کله نا کله راڅرګند شول. خلکو ته به یې ویل چې سړک منځ ته دې نه راځي. څنډو ته دې مزل وکړي.

له خپلې کوچنۍ لور سره یې مزل ته دوام ورکړ. یو نا اشنا کس یې اوس ګاډۍ ورته روانه کړې وه. یو بل کس یې کوچنی زوی پر اوږو کښېناوه.

ماشوم دومره ستومانه و چې سر ترې ولاړ او د نا اشنا سړي پر اوږو خوب وېوړ. یو ساعت وروسته را ویښ شو. تیاره شوې وه. په خپلې مور پسې یې چیغه کړه.

بس هماغلته یې مزل بس کړ او کښېناستل. له پاتې کډوالو سره یو ځای شوي وو. ټولو کمبلې را وایستې او پر ځمکه یې هوارې کړې. کوچنی ماشوم هم څملاست، خپل کوچنی خرسک یې ټینګ په غېږه کې نیولی و. تر څنګ یې پر لویه لار موټر لا هم روان وو.

هماغه وروستی ځل و چې ومې لیدل. ګومان کوم چې اوس به په اتریش یا جرمني کې وي.

څو ساعته وروسته د هنګري حکومت سل سرویسونه ور ولېږل چې پر لویه لار روان کډوال را سپاره کړي. په شړکنده باران کې پر پوله اتریش ته واوښتل.

د دې ناورین په اړه ځواب موندل ګرانه خبره ده. ښایي هېڅ ځواب نه وي.

له ځینو کورنیو مې پوښتنه وکړه چې څه فکر کوي، په سوریه کې به روانه جګړه څو کاله دوام وکړي. ټولو راته ویل، ډېر کلونه.

په لیبیا، افغانستان او نورو هېوادونو کې به هم ورته حالت وي. د دې هېوادونو کډوال به تر ډېرو کلونو پناه ځایونو ته اړتیا ولري.

نور خلک هم شته چې له جګړو نه دي را تښتېدلي. خو د ښه کار په لټه کې دي. ښه ژوند غواړي. غواړي چې ماشومان یې ښو ښوونځیو ته ولاړ شي.

د عکس سرچینه، AP

دا د انسانانو کېسه ده. سیاسي ده، د جنګ کېسه ده. د بې اعتبارۍ کېسه هم ده. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو د کډوالو په اړه زما د رپوټونو ستاینه کړې ده.

نور بیا ورسره مخالف دي، راته وایي چې زه هسې له دې خلکو سره خواخوږي لرم. راته وایي، موږ پوهېږو چې په دې کډوالو کې د اسلامي دولت ډلې اورپکې هم شامل دي.

دوی د دې لپاره دلته راځي چې زموږ سرونه پرې کړي، مېرمنو ته مو بې شرمي ور واړوي. وایي دا د ترهګرو کاروان دی.

د لوېدیځې اروپا د کډوالو لپاره دا وخت ډېر حساس دی. د کډوالو دا بهیر به دوام مومي. ښایي په ژمي کې یو څه ټکنی شي.

که مو ورته مناسب سیاسي حل پیدا نه کړ نو د دې کډوالو پر سر به زموږ ټولنه بیا هم وېشلي وي. پر دې به سره سلا نه یو چې له دې کډوالو سره څه وکړو.

څو ورځې وروسته د جرمني میونشین ښار د اورګاډو په تمځای کې مې د کابو ۲۰۰ کډوالو یوه ډله ولیده. اورګادي ته انتظار وو، او د هېواد شمال ته روان وو.

د عکس سرچینه، Reuters

په دوی کې مې یو ځوان سړی تر سترګو شو. خوله یې له خندا ډکه وه. که څه هم څو ورځې یې پیاده مزل کړی و خو بیا یې هم ځان او کالي پاک ښکارېدل.

دی د سوریې په رقه ښار کې سندرغاړی و. رقه ښار، چې د اسلامي دولت ډلې نیولی.

راته و یې ویل، که پاتې شوی وای نو د اسلامي دولت ډلې به خامخا وژلی وای. هغوی یو سندرغاړی هېڅ کله هم نه شي بښلی.

ترې مې وپوښتل چې مسلمان دی؟ په ورو غږ یې وویل، هو، مسلمان یم، خو له اسلامي دولت ډلې کرکه لرم. پر خپل وطن مین یم. سم جنت دی. که مې نصیب و، یوه ورځ به بېرته ور ستنېږم.