م م : هنګري کې د پولیسو او پناه غوښتونکو اخ و ډب هېښ کړي یو

د سربیا او هنګري پر پوله وروسته له هغه نښتې رامنځ ته شوې چې پولیسو د روزکې ښارګوټي ته نږدې د اوښتو یوه عمده لاره وتړله.
د عکس تشریح، د سربیا او هنګري پر پوله وروسته له هغه نښتې رامنځ ته شوې چې پولیسو د روزکې ښارګوټي ته نږدې د اوښتو یوه عمده لاره وتړله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلي د هنګري پولیسو له لوري له خپلو پولو د کډوالو شړلو لپاره د اوښلن ګاز کاروولو او اوبو شیندلو پېښې ' هېښ ' کړی دی.

د ښاغلي بان په خبره له پناه غوښتونکو سره دغه ډول ' چلند ' د منلو نه دی.

د چهار شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۶مه) د هنګري او سربیا پر پوله دغه پېښه کې سلګونه کډوال ښکېل وو.

کډوالو هڅه کوله پر پوله له لګیدلي اغزن تاره تېر شي.

سره له دې چې اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د دغه بحران د حل په هکله یوه خوله نه دي، خو له کډوالو نه ډېری غواړي جرمني ته ورسیږي.

هنګري د خپلو پولیسو دغه کړنې دفاع کړې، وايي ۲۰ پولیس هغه مهال ټپیان شول، چې پناه غوښتونکو پر یوې دراوزې یرغل وکړ.

یوه ویاند بیا پر کډوالو تور پورې کړ، چې وايي له ماشومانو د ' بشري ډال ' په توګه کار اخلي.

اوسمهال پر پوله د هنګري د روزکې ښارګوټي تر څنګ سلګونه کډوال را ټول شوي دي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال جیمز رینولډ راپور ورکوي، هغه کډوال چې د سربیا پر خاوره ایسار پاتې، د "پرانیزئ، پرانیزئ" شعارونه ورکوي او پر پولیسو یې د اوبو پلاستیکي بوتلونو ګوزارونه کړي چې په ځواب کې یې پولیسو پرې اوښلن غاز کارولي.

د سربیا او هنګري پر پوله د چارشنبې پر ورځ وروسته له هغه نښتې رامنځ ته شوې چې پولیسو د روزکې ښارګوټي ته نږدې د اوښتو یوه عمده لاره وتړله.

ډېری کډوال غواړي د اتریش له لارې ځانونه جرمني ته ورسوي.

له دغې لارې لسګونو زرو کډوالو ځانونه د اروپايي ټولنې شینګن سیمې ته رسولي چې خلکو ته د هېوادونو تر منځ له محدویت پرته د سفر اجازه ورکوي.

بله خوا، کرویشیا وايي کډوالو ته به اجازه ورکړي چې شمالي اروپا ته سفر وکړي.

پرون (سپتمبر ۱۵مه) هنګري له سربیا سره خپله پوله وتړله خو د کرویشیا حکومت نننی اعلان کډوالو ته نوې لار پرانیزي.

څه دپاسه ۱۵۰ کډوال له سربیا څخه کرویشیا ته اوښتي او د سربیا پر پوله ځینو ایسارو کډوالو هم همدغه لار غوره کړې.

ډېری کډوال غواړي د اتریش له لارې ځانونه جرمني ته ورسوي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ډېری کډوال غواړي د اتریش له لارې ځانونه جرمني ته ورسوي.

پر پولو تازه محدویتونه او د کډوالو د وېش پر سر لانجې، اروپا کې د کډوالو د کړکېچ په اړه درزونه څرګند کړي دي.

د بي بي سي خبریاله لیس دوسېت وايي، بسونه او نور کوچني ګاډي کډوال د سربیا او هنګري له پولې د سربیا پلازمېنې بلګراد او کرویشیا ته لېږدوي.

هنګري د سې شنبې پر ورځ پر خپله پوله بېړنی حالت اعلان کړ او له پولې د نورو کډوالو د اوښتو مخنیوي لپاره یې سیمه کې سلګونه پوځیان او پولیس ځای پر ځای کړل.

د اروپايي ټولنې د پولو د څار اداره وايي، د اروپا پولو ته سږ کال تر اوسه ۵۰۰ زره کډوال رسېدلي چې تېر کال دغه شمېره ۲۸۰ زره کسان وو.

ډېری کډوال د سوریې په څېر جنګ ځپلو هېوادونو څخه تښتي. سوریه کې د ۲۰۱۱ کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده.