په لغتو وهل شوی پلار، خو اوس د فوټبال روزونکی

د عکس سرچینه، AP
د سوریې هغه کډوال، چې د هنګري پر پوله یوې خبریالې په لغتو په داسې حال کې واهه، چې خپل زوی یې په غېږ کې نیولی و، اسپانیا کې د فوټبال د روزونکي په توګه کار پیلوي.
له نوموړي اسپانیا کې د فوټبال د یوه ټیم د روزونکي په توګه غوښتنه شوې ده.
اسامه عبدالمحسن هنګري ته د اوښتو پرمهال د یوې خبریالې پیټرا لازلو له خوا په لغتو ووهل شو، خو د هغې یوه همکار دا صحنه انځور کړه، چې بیا وروسته خبریاله له دندې وشړل شوه او وروسته یې بښنه وغوښته.
اسامه عبدالمحسن سوریه کې هم د فوټبال د یوې ډلې د تمرین څارنه کوله.
نوموړی به اوس د اسپانیا پلازمېنې مادرید ته څېرمه د یوه سپورتي ښوونځي د فوټبال د روزونکي په توګه دنده ترسره کړي.
عبدالمحسن د اسپانیا ''موندو'' ورځپاڼې ته ویلي: ''اسپانیا کې به زما د زوی راتلونکی ډېر روښانه وي.''
په پام کې وه، چې د نوموړي کورنۍ د تېرې چارشنبې په ورځ مادرید ته په یوه اورګاډي کې ورسېږي.
عبدالمحسن وايي، اروپا ته یې له خپل زوی زید سره مرګونی سفر تېر کړ، خو د خدای شکر کوي چې اروپا ته په یوه بېړۍ کې له خپل بل رسېدلي زوی محمد سره یوځای شو.
نوموړي دغې ورځپاڼې ته ویلي: ''دا یو ډېر وېروونکی او سخت سفر و، هک پک وم څه وکړم، خو کله به مې چې د خپل زوی په مخ کې وېره ولیده، ډېر به یې خواشینی کړم، زما زوی زید پوره دوه ساعته له وېرې ژړل.''
دی وايي، د هنګري چارواکو نوموړي ته د زنداني کولو ګواښ هم کړی و.

مادرید ته څېرمه د خیتافي ښار د سینافي سپورتي ښوونځي مدیر میګیل انخیل ګالان وايي چارواکو هوډ وکړ چې ''ملګری روزونکی وګوماري.''
دی زیاتوي: ''ده ته به د روزونکي په توګه ځینې اسانتیاوې ورکړلې شي: لکه استوګنځی، خواړه، جامې.''
د ویلو ده چې اسپانیا په روان کال کې د ۱۷ زرو کډوالو منلو ته ټټر وهلی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty








