جرمني ته د رسېدلو کډوالو سختۍ

په وروستیو کې زرګونو کډوالو هڅه کړې د مدیترانې او نورو له خطره ډکو لارو ځانونه اروپا، په ځانګړې ډول جرمني ته ورسوي. دا چې هنګري خپلې پولې وتړلې، نو د کډوالو سفر لا ګران شوی خو هغه چې لا له وړاندې جرمني ته رسېدلي، له څه ډول مشکلاتو سره مخامخ دي؟

کډوال تر ډېره د جګړې له وېرې او اقتصادي ستونزو له کبله د سوریې، افغانستان او افریقا په څېر سیمو راغلي.
د عکس تشریح، کډوال تر ډېره د جګړې له وېرې او اقتصادي ستونزو له کبله د سوریې، افغانستان او افریقا په څېر سیمو راغلي.
په طبیعي ډول، د ښځو او ماشومانو ستونزې ډېرې دي ځکه دوی د سړو په پرتله د سختو حالاتو پر وړاندې ډېر مقاومت نه شي کولی.
د عکس تشریح، په طبیعي ډول، د ښځو او ماشومانو ستونزې ډېرې دي ځکه دوی د سړو په پرتله د سختو حالاتو پر وړاندې ډېر مقاومت نه شي کولی.
جرمني کې د کډوالو د نوملیکنې لپاره موقتي مرکزونه جوړ شوي. دغه ډول مرکزونو کې له نوملیکنې وروسته به د هر پناه غوښتونکي د کډوالۍ پر غوښتنلیک اړوند چارواکي غور کوي.
د عکس تشریح، جرمني کې د کډوالو د نوملیکنې لپاره موقتي مرکزونه جوړ شوي. دغه ډول مرکزونو کې له نوملیکنې وروسته به د هر پناه غوښتونکي د کډوالۍ پر غوښتنلیک اړوند چارواکي غور کوي.
افغان کډوالو جرمني کې زموږ له همکار میرویس میاخیل سره په خبرو کې د خپل سفر د سختیو کیسې کړې. دوی وايي، داسې کښتیو کې تر پنځوسو کسانو سفر کوي چې یوازې د لسو کسانو ظرفیت لري.
د عکس تشریح، افغان کډوالو جرمني کې زموږ له همکار میرویس میاخیل سره په خبرو کې د خپل سفر د سختیو کیسې کړې. دوی وايي، داسې کښتیو کې تر پنځوسو کسانو سفر کوي چې یوازې د لسو کسانو ظرفیت لري.
خپل منزل ته له رسېدو سره، د کډوالو په څېرو کې په ظاهره خوښي ښکاري.
د عکس تشریح، خپل منزل ته له رسېدو سره، د کډوالو په څېرو کې په ظاهره خوښي ښکاري.
خو عمده پوښتنه دا ده چې د دوی د کډوالۍ چارې به څومره ژر سرته ورسېږي او دلته به یې د ژوند حالت څنګه وي.
د عکس تشریح، خو عمده پوښتنه دا ده چې د دوی د کډوالۍ چارې به څومره ژر سرته ورسېږي او دلته به یې د ژوند حالت څنګه وي.
ماشومان او کورنۍ تر ځایه د رضاکارو خلکو او ډلو پر خوراکي توکو ګوزاره کوي.
د عکس تشریح، ماشومان او کورنۍ تر ځایه د رضاکارو خلکو او ډلو پر خوراکي توکو ګوزاره کوي.
د جرمني د اورګاډي پر یوه تمځي کډوال د خپل سفر بل منزل ته په انتظار ولاړ دي.
د عکس تشریح، د جرمني د اورګاډي پر یوه تمځي کډوال د خپل سفر بل منزل ته په انتظار ولاړ دي.