د مسجد الاقصی په شاوخوا کې نښتې رامنځ ته شوې

د عکس سرچینه، BBC World Service
رپوټه وايي، په هغه چاپیریال کې چې الاقصی جومات پکې دی، نښته شوې.
دغه رپوټونه ښيي، چې د تاوتریخوالي ضد وسایلو مجهز اسرائيلي امنیتي ځواکونه د نښتو سیمې ته استول شوي.
دغه نښتې د یهوديانو د نوي کال د مراسمو له پیل نه څو ساعته مخکې پیل شوې.
د اسراييلو د دفاع وزارت وزیر موشه یعلون د تېرې اونۍ له څرګندونو وروسته تاوتریخوالی زیات شو.
ښاغلي یعلون د دوو اسلامي ډلو د فعالیت ممنوع اعلان کړی و دغو ډلو په دغه سیمه کې د یهودیانو له زیارت کولو سره مخالفت کاوه.
الاقصی جومات د مسلمانانو له مقدسو ځایونو څخه دی چې د بیت المقدس په لویدیځه برخه کې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې خبري اژانس په حواله چې د عیني شاهدانو له خولي لیکلي، پولیس دغه جومات ته دننه شوي وو.
خو پولیس چارواکي وايي، د خلکو لخوا د تیږو او نورو شیانو د ګوزارونو د مخنیوي لپاره دوی د جومات دروازې تړلې دي.








