اسراييلو ايران د جولان لوړو کې پر پوځي هڅو تورن کړ

د عکس سرچینه، AFP
اسرائيلي ځواکونو ایران د سوریې د جولان په لوړو کې د پوځي عملیاتو په هڅو تورن کړی.
اسرائیلي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ ( اګست ۱۶ ) یوه ویدیو خپره کړې چې له هوا د څلورو کسانو د بمباري کېدو صحنه ښيي. دغه کسانو د جولان له لوړو څخه د اسرائیلو تر ولکې لاندې سیمو کې د نفوذ هڅه کوله.
د اسرائیلو په وینا، دغه کسانو د اپریل په میاشت کې د سوریې هدار سیمې نه استول شوي وو تر څو د مجدل الشمس په سیمه کې اسرائیلي بیړیو ته بمونه کېږدي، خو اسرائیلي ځواکونو دغه سیمه له هوا نه تر نظر لاندې څارله او دغه کسان یې بمباري کړل.
د اسرائیلي ځواکونو یوه مشر ویلي، ایران د جولان لوړو ته د نفوذ کولو په دا ډول څو نورو پېښو کې هم لاس درلود.
دغه نظامي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي:"چاودېدونکي توکي د لبنان حزب الله ګوند ته اړوند و او اټکل کېده چې له لرې به چوول کېږي. د دغو عملیاتو د صحنې شا ته د ایران لاس و".
دی وايي، ټول هغه بریدونه چې د اسرائیلو په شمالي برخه او د جولان په لوړو کې شوي د ایران له خوا یې لارښونه کېده.
په سوریه کې د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره اسرائیلو د جولان سیمې په ګډون د دغه هېواد په دننه کې څو بریدونه کړي دي.

د روان کال په جنوري میاشت کې یوې اسرائیلۍ چورلکې د حزب الله لبنان ګوند ۶ غړو موټرونه په وویشتل او د سوریې په جولان کې يې یو ایرانی مشر هم په نښه کړ.
ایران تایید کړې په هغه برید کې د محمد علی الله دادي په نوم د سپاه پاسداران یو مشر وژل شوی و.
اسرائیلي ځواکونو ویلي و، چې په نښه شوي کسان د اسرائیلو پر ضد د برید ترسره کولو پلان درلود.
خو سپاه پاسداران ویلي و، چې دغه کس د سوریې ملت او دولت سره د ترهګرو پر وړاندې د مرستې په تړاو دغه هېواد ته سفر کړی و.
له هغه برید نه څو ساعتونه مخکې د اسرائیلو د دفاع وزیر موشه یعلون ایران او سوریې ته خبرداری ور کړی و چې حزب الله ته د پرمختللو وسلو له ورکړې ډډه وکړي.
ایران له حزب الله ګوند نه ملاتړ د یوه ولسي جنبش له مقاومت څخه ملاتړ ګڼي او اسرائیل په ترهګرۍ تورنوي.








