مصر: ایران دې عربي هېوادونو کې لاسوهنه نه کوي

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR
مصر ایران ته خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ هېوادونو په کورنیو چارو کې ''لاسوهنه ونه'' کړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د منځني ختيځ له هېوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو منشور ته په درناوي سره د ''بهرنۍ مداخلې'' مخه ونیسي.
مصر له نورو عربي هېوادونو سره پر همغږۍ ټینګار کوي، چې وايي، د بهرنۍ مداخلې لاسونه باید ورلنډ کړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي له څرګندونوڅلور ورځې وروسته خپره شوې ده.
ایت الله خامنه اي د کوچني اختر د لمانځه پرمهال ویلي وو: ''موږ له په سیمه کې د خپلو ملګرو له ملاتړ لاس وانخلو. د فلسطین د مظلوم ولس، د یمن له مظلوم ولس، د سوریې له ولس او دولت، د عراق له ولس او دولت، د برحین له مظلومو خلکو او په لبنان او فلسطین کې د ریښتینو مجاهدینو له مقاومت''.
له دې وینا یوه ورځ وروسته بحرین د بحرین د بهرنیو چارو وزارت د ایران شاردزافر احضار کړ. د تهران او منامې ترمنځ ترینګلتیا ددې لامل شوه، چې یمن له څلورو کلونو راهیسې د شیعه یاغیانو پرضد کمپیان پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د ښاغلي خامنه اي څرګندونې ''اندېښمنوونکې او ستونزې پنځوونکې'' بللې دي.








