د امریکا هوايي برید کې د اسلامي دولت ډلې ' مرستیال ' وژل شوی

د امریکا متحدو ایالتونو په وینا د فضیل احمد الحیالي وژل کېدو سره به د اسلامي دولت ډلې ځینې فعالیتونه اغیزمن شي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د امریکا متحدو ایالتونو په وینا د فضیل احمد الحیالي وژل کېدو سره به د اسلامي دولت ډلې ځینې فعالیتونه اغیزمن شي

سپینه ماڼۍ وايي د عراق شمال کې د امریکايي پوځ یوه هوايي برید کې د اسلامي دولت نومي ډلې مرستیال مشر فضیل احمد الحیالي وژل شوی دی.

د جمعې په ورځ خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نوموړی د تېرې سې شنبې په ورځ موصل کې د یوه هوايي برید پایله کې وژل شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو په وینا د فضیل احمد الحیالي وژل کېدو سره به د اسلامي دولت ډلې ځینې فعالیتونه او رسنیز فعالیتونه اغیزمن شي.

دا وروستیو میاشتو کې سوریې او عراق کې د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو هوايي بمباریو کې د اسلامي دولت ډلې یو شمېر مشران وژل شوي دي.

د امریکا ملي امنیت شورا غړي نیډ پرایس په خبره فضیل احمد الحیالي سوریې او عراق کې د وسلو، ګاډو سخت دریځو لېږد رالیږد لړ کې مهم مرستیال و.

د عراق موصل ښار کې د ۲۰۱۴ کال جون میاشتې برید سره هغه له دو وکلونو راهیسې د ډلې فعالیتونو پلانونه جوړول.

د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په اړه د سږ کال مارچ میاشت کې رپوټونو کې ویل شوي و، چې نوموړی یوه برید کې ټپي شوی دی.

کردي ځواکونه توانیدلي دي د اتحادي ځواکونو بریدونو په مرسته د عراق شمال کې ځیني سیمې له اسلامي دولت ډلې بېرته ونیسي.

د امریکا متحدو ایالتونو ملي امنیت شورا غړي نیډ پرایس په وینا برید کې د اسلامي دولت ډلې رسنیزې برخې مسوول ابوعبدالله هم وژل شوی دی.

له دې مخکې مې میاشت کې د اسلامي دولت ډلې مرستیال عبدالرحمن مصطفی هم په یوه هوايي برید کې وژل شوی و.

د البغدادي د ناروغۍ پر مهال نوموړي د یادې ډلې چارې پر مخ بیولې. د روان کال جون میاشت کې امریکايي ځواکونو ویلي و، چې اتحادي ځواکونو د یوه کال مودې کې د اسلامي دولت ډلې تر لس زره ډېر وسله وال وژلي دي.