د بريدګر نيولو په اړه له امريکايانو د فرانسې ولسمشر مننه

د عکس سرچینه، AFP
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د هېواد په شمال کې په يوه اورګاډي کې سپاره وسله وال کابو او نيولو کې له دريو امريکايانو مننه کړې او وايي دوی "رښتيني اتلان" دي.
وسله وال کس چې د جمعې په شپه يې د فرانسې په شمال کې غوښتل په اورګاډې کې د ننه ډزې وکړي، دريو امريکايانو يې مخه نيولې وه.
ويل کېږی پر اورګاډي بريد کوونکی د مراکش اوسېدونکی دی چي ۲۶ کاله عمر لري او اوس له پوليسو سره بندي دي.
د فرانسوي سرچينو په وينا، امنيتي ادارو ته د بريد کوونکي په اړه له پخوا معلومات وو او وايي بريد کوونکي له خبرو کولو ډډه کړې ده.
د وسله وال کس يوه کابو کوونکي ويلي له بريد کوونکي سره کلاشينکوف او يوه اتومات تومانچه وه.
له دغو کسانو، سپنسر سټون د امريکا د هوايي ځواک او اليک سکارلاټوس د ملي ګارډ غړی و.
ويل کېږي دوی دواړه د جمعې پر شپه د خپل ملګري انتوني سيډلر د ليدنې لپاره امسټرډام څخه پاریس ته روان وو. انتوني سيډلر هم د بريد کوونکي په کابو کولو کې مرسته کړې وه.
اليک سکار لاټوس، سکای نيوز چينل ته ويلي" لومړی سپينسر دغه کس ونيو او ورمېږ يې ورتاو کړ"
د فرانسې د کورنيو چارو وزير وايي، پېښه د جمعې پر شپه ځايي ۵:۴۵ وشوه او دغه بريد کې لږ تر لږه دری کسان ټپيان شوي دي.
د فرانسې چارواکي وايي له دريو ټپيانو د دوو حالت يې نازک دی، يو کس په ګولۍ لګېدلی او بل په چاقو وهل شوی دی.
دی وايي که دغو کسانو د بريد کوونکي مخه نه وای نيولې نو موږ به له يوې بدې پېښې سره مخامخ شوي وو.
ده زياته کړه چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند له دغو کسانو سره په ټيليفون خبرې کړې دي او ډېر ژر به ورسره وګوري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د دې کسانو کړنه ستايلې ده.








