ملګري ملتونه: پر حدیده بندر د سعودي عربستان بمباري اندېښمن کړي یو

د عکس سرچینه، Reuters
ملګرو ملتونو کې د خیریه چارو مشر اسټېفن اوبراین ویلي، یمن کې د بشري مرستو لپاره کاريدونکي بندر حدیده ته د سعودي عربستان له لوري اوښتی زیان له کبله هلته بشري ناورین پراخیدای شي.
سعودي عربستان او متحدینو یې پنځه میاشتې مخکې یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف هوايي بریدونه پیل کړل.
دغه جګړه کې تر اوسه ۴۳۰۰ کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کې ښاغلي اسټېفن وویل، حدیده بندر ته د اوښتي زیان له کبله دوی سخت اندېښمن دي او وايي دغه زیان پر ټول هېواد اغیز لرلای شي.
د نوموړي په وینا له همدې کبله کېدای شي یمن کې خوړو، درملو او اوبو ته د اړو کسانو لاسرسی ستونزمن شي.
سټېفن اوبراین په جګړه کې ښکېلو غاړو ته یوه پیغام کې ویلي، چې باید له جګړو نه اغیزمنو سیمو ته د بشري مرستو رسېدل باوري کړي او وايي دوی باید نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
د سې شنبې په ورځ چې دغه هوايي برید کېده د ملګرو ملتونو ادارې د خوړو نړیوال سازمان بېړۍ هم بندر کې ولاړه وه.
د ډبلیو ایف او په خبره ۱۱ میلیونه او درې سوه زره وګړي سملاسي خوړو ته اړتیا لري او وايي ډېرې سیمې له قحطۍ سره مخامخیدونکې دي.
د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د یمني امنیتي چارواکو له قوله ویل شوي، چې حوثي یاغیانو له څو ورځو شاتګ وروسته دویمه پرله پسې ورځ پر حکومتي ځواکونو بریدونه کړي دي.
د یاغیانو مخالف پوځ ویاند قاید نصیر له قوله ویل شوي دي، چې پر لمبوزا نومي پوځي مرکز د یاغیانو برید کې پنځه حکومت پلوي وسله وال وژل شوي دي.
د یوه عیني شاهد په خبره چې حکومتي چارواکی هم دی، وايي حکومت پلوه ځواکونه نه دي توانیدلي یاغیان او د هغوی پلویان له عقبه تهرا سیمې په شا وتمبوي.
بل لور ته یاغیانو د سعودي عربستان هوايي بمبارۍ له کبله د خپلو ۲۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي.
د سې شنبې په ورځ پلازمېنې صنعا ته څېرمه عمران نومي سیمې کې د بمباري له کبله ۱۳ ښوونکي او څلور ماشومان وژل شوي دي.








