د پاکستان پنجاب ایالت کورنیو چارو وزیر ځانمرګي برید کې وژل شوی

د عکس سرچینه،
- Author, طاهر خان
- دنده, بي بي سي، اسلام آباد
د پاکستان پنجاب ایالت کې پولیس وايي اټک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید پایله کې ایالتي وزیر شجاع خانزاده وژل شوی دی.
دغه برید کې تر اوسه د ۹ نورو کسانو مړینه هم تایید شوې ده.
د وزیر دېرې کې دننه داسې مهال ځانمرګي برید شوی، چې وزیر په یوه جرګه کې له ځايي خلکو سره په خبرو بوخت و.
د ځانمرګي برید پایله کې د دېرې چت ونړید او د وزیر په ګډون هلته موجود ټول کسان ترې لاندې شول.
د پنجاب ایالتي حکومت سلاکار سعید الهي په دغه پېښه کې د وزیر خانزاده مړینه تایید کړه.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د وزیر خانزاده په مړینه سخته خواشیني څرګنده کړې. لومړي وزیر نوازشریف د پېښې عاملین په سختو ټکو غندلي، وژل شویو کسانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ټپي شویو کسانو بېړنیزې مرستې امر یې کړی دی.
د راولپنډۍ سمیې پولیسو یوه افسر فخر سلطان راجه له دې مخکې بي بي سي ته ویلي و، چې د وزیر شجاع خانزاده دېرې کې چاودنه شوې، چې له کبله یې وايي د دېرې چت نړيدلی دی.
د نوموړي په وینا چاودنه هغه مهال وشوه، چې د اټک سیمې په شادي خان کلي کې د وزیر په دېره کې جرګه کېده، چې وايي ګڼ کسان پکې موجود وو.
د سلطان راجه په خبره د شجاع خانزاده ساتونکي او د حضرو سیمې پولیس افسر هم تر خاورو خځلو لاندې شوي دي.
پولیس وايي له خاور د لاندې کسانو ایستلو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
د پاکستان دولتي خبري سرچینو په رپوټونو کې د وزیر د زوی سهراب خانزاده له قوله ویل شوي، چې د چاودنې پر مهال ډېره کې نژدې ۵۰ کسان موجود وو.
د پاکستان د کورنیو چارو فدارلي وزیر چودري نثار علي خان راولپنډۍ او اسلام اباد ته د ټپیانو لېږدولو لپاره د چورلکو استولو امر کړی دي.
پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې یوه مسوول وايي په ایالت کې د سخت دریځو ډلو پر ضد د عملیاتو له پیلولو وروسته د کورنیو چارو ایالتي وزیر متقاعد ډګروال شجاع خانزاده ته ګواښونه ډېر شوي وو.
د نوموړي په وینا دا وروستیو کې سویلي پنجاب کې د یوې سخت دریځي ډلې اړوند ملک اسحاق او یو شمېر نورو کسانو له وژل کېدو وروسته، چې ادعا کېږي پولیسو سره نښته کې وژل شوي وو، وزیر ته د احتیاط کولو مشوره ورکړه شوې وه.
د نوموړي چارواکي په وینا ښاغلي خانزاده د خپلې پلرنۍ سیمې په اړه هم ترهګرۍ ضد چارواکو ته ویلي و، چې وايي پکې د سخت دریځو فعالیتونه ډېر شوي دي.
د یادې ادارې چارواکو وايي په یاده سیمه کې د عملیاتو پر پلان کار کاوه. په دې اړه ویل کېږي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت له پولیس چارواکو سره هم سلا مشوره شوې وه.
د یادونې ده، چې شجاع خانزداه د پنجاب ایالت د هغې سیمې اوسيدونکی و، چې له خیبر پښتونخوا سره پر پوله موقعیت لري.








