د امریکا ټکساس کې سړي د یوې کورنۍ اته غړي وژلي

اټکل دی چې د جرم انګیزه د قاتل او د مېرمنې ترمنځ د اختلاف له کبله وه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، اټکل دی چې د جرم انګیزه د قاتل او د مېرمنې ترمنځ د اختلاف له کبله وه.

د امریکا ټکساس ایالت پولیسو له دوی سره تر وسلې وال نښته کوونکي نیولو وروسته، په یوه کور کې د دوو لویانو او شپږو ماشومانو مړي موندلي دي.

پولیس وايي، د وژل شویو ماشومانو او لویانو لاسونه تړل شوي وو، او پر سر په مرمیو ویشتل شوي.

پولیسو ته د سیمې یوه اوسېدونکي زنګ وهلی او بیا پرې نور خلک خبر شوي دي.

پولیسو له قاتل سره کور ته د ننوتلو پرمهال متبادلې ډزې کړې دي.

له پولیسو سره تر یو ساعته خبرو وروسته مجرم چې د ډیویډ کونلي په نوم یاد شوی، تسلیم شوی.

پولیسو ویلي، په وژل شویو کې یو ۵۰ کلن مېړه دیواین جاکسن د هغه ۴۰ کلنه مېرمن والیري جاکسن او پنځه نور ماشومان چې عمرونه یې د ۱۳ او شپږو کلونو ترمنځ وو، دي.

د دوی مشر زوی ناتانیال د کونلي او والیري د مخکینۍ اړیکې پایله کې زیږېدلی دی.

د پولیسو مرستیال مشر ویلي، تر اوسه یې د برید اصلي انګیزه نه ده موندلې، خو ښکاري چې ''دا جرم د کونلي او والیري ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځ ته شوی.''

مخکې چارواکو ویلي و، په یوه کور کې یې د دوو زلمیانو او پنځو ماشومانو مړي موندلي دي.

د محکمې په څرګندونو کې راغلي، چې کونلي په ۱۹۸۸ کال هم یوه جرمي پېښه کې ښکېل و. تېره میاشت نوموړی د کورنۍ پر یوه غړي په برید تورن شوی و.