"حوثي ياغيان د يمن له زنجبار ښاره ايستل شوي"

د عکس سرچینه، b
له يمن څخه راغلي راپورونه وايي چې، د دې هېواد ولسمشر عبد ربه منصور هادي ته و فادار ځواکونه چې د سعودي عربستان هوايي ملاتړ ورسره دی د زنجبار ښار له حوثي ياغيانو بېرته نيولی دی.
زنجبار د يمن جنوب کې د ابين ولايت مرکز دی چې له تېرو څو ورځو په کې درنه جګړه روانه ده.
حکومت ته د وفادارو ځواکونو په لاس د عدن ښار له نيولو وروسته به د زنجبار ښار له لاسه ورکول د حوثي ياغيانو لپاره تر ټولو لوی ګوزار وي.
د عدن ښار له نيولو وروسته، منصور هادي ډلې تېره اوونۍ له حوثي ياغيانو د العند هوايي اډه نيولې وه.
ويل کېږی د سعودي عربستان د هوايي ملاتړ له کبله منصورهادي ته وفادارو ډلو وکولای شول دغه نوي پرمختګونه وکړي.
د يوې بشري ټولنې چارواکي د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي، هغه کسان چې د جګړې له امله بې ځايه شوې وو، بېرته يې خپلو سيمو ته ستنېدل پيل کړي دي.
د عدن ښار يوه روغتيايي چارواکي ويلي په تېرو دوو ورځو کې د زنجبار ښار په جګړه کې ۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.
د شبنې پر ورځ متحده عربي اماراتو ويلي وو، دری عسکر يې په دې جګړه کې وژل شوي، خو دا يې نه دي ويلي چې چېرته او څنګه وژل شوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، BBC World Service
د يمن امنيتي چارواکي وايي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او اردون پوځي مشاورين حکومت ته وفادار جنګيالي روزي.
حوثي ياغيانو د مارچ مياشت کې د يمن جنوب خوا ته پرمختګ پيل کړ چې له کبله يې ولسمشر عبدر ربه منصورهادي له هېواده تېښتې ته مجبورکړ.
سعودي عربستان حوثي ياغيان د ايران "لاس پوڅي" بولي او وايي ايران ور سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي.
ياغيان چې د پخواني ولسمشر عبدالله صالح ملاتړ ورسره دی وايي موږ د شمالي سيمو د حقونو لپاره او د درغليو پر وړاندې جنګېږو.
د ملګرو ملتونو په وينا د يمن په جګړو کې تراوسه ۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې نژدې نيمه برخه يې ولسي وګړي دي.








