واشنګټن لوېدیځه تراډه کې اسرائیلي مېشت ځایونه 'ناقونه' ګڼلي

امریکايي چارواکو ویلي، د مېشت ځایونو پراخول ''دواړو دولتونو ته ګواښ پېښوي او د اسرائیلو پر هغو هڅو شک لري چې د سولې د خبرو په اړه یې کوي.''

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، امریکايي چارواکو ویلي، د مېشت ځایونو پراخول ''دواړو دولتونو ته ګواښ پېښوي او د اسرائیلو پر هغو هڅو شک لري چې د سولې د خبرو په اړه یې کوي.''

د امریکا متحدو ایالتونو د لوېدیځې تراډې نیول شوې یهودي مېنه کې د اسرائیلو له خوا د سلګونو مېشت ځایونو جوړولو د پلان په اړه 'ژوره اندېښنه' ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، واشنګټن دا مېشت ځایونه 'ناقانونه' بولي.

د اسرائیلو حکومت د تېرې چارشنبې په ورځ ومنله، چې د یهودو له خوا د لوېدیځې تراډې په نیول شوې مېنه کې ۳۰۰ استوګنځایونه جوړوي، خو وايي دا یې یو قانوني ګام اخیستی دی.

اسرائیل زیاتوي، ددغو ځایونو د جوړولو پلان درې کاله وړاندې په بله سیمه کې د نورو مېشت ځایونو نه جوړولو په مقابل کې جوړ شوی و.

فلسطینیانو ویلي، که چېرې اسرائیل نويو مېشت ځایونو جوړولو ته دوام ورکړي، دا به د سولې د خبرو په مخ کې په لوی لاس خنډ جوړول وي.

په لوېدیځه تراډه کې د مېشت ځایونو جوړول د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې د خبرو پروړاندې لوی ګواښ جوړوي. لوېدیځ هېوادونه له اسرائیلو ددې ګام نه اخیستو غوښتنه کوي.

ټونر ویلي، امریکا په شدت سره په لوېدیځه تراډه او ختیځ قدس کې د نویو مېشت ځایونو له جوړولو سره مخالفه ده.

امریکايي چارواکو ویلي، د مېشت ځایونو پراخول ''دواړو دولتونو ته ګواښ پېښوي او د اسرائیلو پر هغو هڅو شک لري چې د سولې د خبرو په اړه یې کوي.''

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم دغه مېشت ځایونه جوړېډل ''د نړیوال قانون له مخې ناقانونه عمل'' ګڼلی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په تېره پنجشنبې د نویو مېشت ځایونو جوړولو پلان ''سم لاسي'' تایید کړ.