د اسراييلو پخوانی لومړی وزير په درغليو تورن شو

د عکس سرچینه، AP
په بيت المقدس کې يوې محکمې د اسراييلو مخکنی لومړی وزير ايهود اولمرټ په درغليو تورن وپېژانده.
په ده تور و چې په ۲۰۱۲ کال کې يې له امريکايي مېشت ملاتړي له پيسو ډک پاکټونه اخيستي وو.
دا قضيه له هغه وروسته بېرته راوسپړل شوه چې په يوه ويډيو کې د پيسو اخيستو په اړه خبرې بيا ښکاره شوې.
همدارنګه په ده بل تور و چې په يوه ساختماني پروژه کې بډې اخيستې وې.
په ۲۰۰۶ کال کې د اسراييلو لومړي وزير ايريل شارون له دماغي حملې وروسته ايهود المرټ د اسراييلو لومړی وزير په توګه وټاکل شو، تر ۲۰۰۹ کال پورې د اسراييلو لومړی وزير و او په ۲۰۰۸ کال کې يې له دندې استعفا ورکړه.
ويل کېږي ايهود اولمرټ د اسراييلو د پخواني لومړي وزير اېرل شېرون د لويو او مهمو فيصلو، لکه له غزې د پوځيانو ايستلو تر شا مهم کس و.
ښاغلي اولمرټ له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۳ کلونو پورې د بيت المقدس ښاروال او له هغه وروسته وزير شو.
د اولمرټ وکيل وايي غواړي د نوي تور په اړه بيا حکمې ته ولاړ شي.








