د يمن جنوب عدن کې درنه جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، Reuters
له يمن څخه راغلي راپورنه ښيي په عدن کې درنه جګړه روانه ده.
دولتي چارواکي وايي د حوثي ياغيانو د ډزو له کبله د عدن په جنوبي برخه کې ۴۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زيات نور ټپيان دي.
د تېرې شنبې پر ورځ دولتي ځواکونو د ښار د ولکې لپاره پر ياغيانو هوايي بريدونه کړي وو.
په تېرو څو مياشتو کې د عبدربه منصور هادي د پلويانو او د حوثي ياغيانو تر منځ عدن کې درنه جګړه روانه ده.
د ولسمشر منصور هادي پلويان چې د سعودي ايتلافي ځواک له هوايي ملاتړ برخمن دي وکولای شوای د ښار ډېرې برخې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
خو دولت ته وفادارو ډلو ونشوای کړای چې د ياغيانو وروستۍ سيمه، تواهي ټاپو وزمه ونيسي.
د تېرو څو ورځو پرمختګونو وروسته د عبد ربه منصور هادي حکومت نيولې سمې "ازادې" ونومولې.
د يمن له شمال څخه شيعه ډله چې د حوثيانو په نامه يادېږې او د يمن پخواني ولسمشر علي عبدالله صاحل ملاتړ ورسره دی د دې هېواد د پلازمېنې په ګډون ځېنې سيمې تر ولکې لاندې لري.
ويل کېږي په تېرو څلور مياشتو کې په يمن کې د تاوتريخوالي له کبله ۳۲۰۰ کسان وژل شوي.








