اسرائیلو د نه خوړو اعتصاب کوونکی بندي خوشی کړ

د عکس سرچینه، AP
اسرائیلو هغه فلسطینی بندي خوشی کړ، چې ټیک ۵۶ ورځې یې د خپل بند پرضد د نه خوړو اعتصاب کړی و.
خضر عدنان د ''اسلامي جهاد حرکت'' غړی دی، چې د تېر کال له جولای میاشتې راهیسې د اسرائیلو په بند کې و، خو پر نوموړي د نیولو پرمهال هېڅ کوم یو تور ثابت نه شو.
رپوټونه وايي، په تېره جون میاشت کې د ۳۷ کلن عدنان وضعیت د نه خوړو د اعتصاب له پایته رسېدو وړاندې ډېر خراب شوی و.
عدنان په ۲۰۱۴ کال د درو اسرائیلیانو د تښتونې او وژلو له پېښې وروسته ونیول شو.
عدنان د لوېدیځې تراډې د شمالي جنین ښار اوسېدونکی دی، چې ۱۰ ځلې د اسرائیلو له خوا بندي شوی.
نوموړي په ۲۰۱۲ کال هم د بند پرمهال د نه خوړو اعتصاب کړی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د ''اسلامي جهاد حرکت'' خبرداری ورکړی و، که چېرې عدنان ومري، دوی به د اسرائیلو پروړانډې سخت تاوتریخوالی وکړي.
د ''تشو معدو جګړه''
د عدنان د نه خوړو اعتصاب فلسطینیان وهڅول، چې د ''تشو معدو جګړې'' په نوم کمپاین پیل کړي، چې هدف یې پر اسرائیلو د زرګونو فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په موخه فشار راوړل وو.
اسرائیل ګڼ فلسطینیان نیسي، چې له محاکمې پرته یې په زندانونو کې له نامالومې مودې پورې ساتي.
د اسرائیلو پر دغو نیونو د ګڼو دولتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له خوا نیوکې شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters








