د اتومي خبرو په تړاو ایران ته د امریکا خبرداری

جان کېري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جان کېري ویلي، خبرې به د رسنیو پروړاندې ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، په وروستیو ورځو کې له ایران سره د اتومي لانجې پر سر خبرو کې پاموړ پرمختګ شوی، خو ټینګار یې دا دی چې ځینې جدي اختلافات پرځای پاتې دي.

هغه دا هم ویلي که چېرې په راتلونکو ورځو کې جدي پرېکړې وشي، یوې هوکړې ته رسېدل به ممکن شي، خو که چېرې "ښې هوکړې" ته ونه رسېږي او ایران له خپلې "سرتمبګۍ" کار واخلي، نو امریکا ددغو خبرو پرېښودو ته چمتو ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته په وار وار د ایران د مهلت په اړه ويلي: "هڅه کوو د جولای تر اوومې (سې شنبې) ورځې پورې یوې پایلې ته ورسېږو. مهلت تر همدې ورځې پورې دی".

هغه ویلي، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره پر دې خبره سلا دی چې "هېڅکله ایران او امریکا تر دې حده په خبرو کې نه وو سره نژدې شوي"، خو ټینګار یې دا دی چې امریکا غواړي "اتومي وسلو ته د احتمالي لاسرسي درې تګلوري" باید بند شي.

امریکايي چارواکو وړاندې ویلي وو چې دغه څلور احتمالي تګلوري "نطنز، فردو، اراک او احتمالي پټنلوری" کېدای شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر اشټاینمایر هم ویلي، په ځینو موضوعاتو کې پرمختګ شوی، خو یوې هوکړې ته رسېدل د دواړو خواوو پر"زړورتیا" پورې تړلي دي.

د خبرو وروستی پړاو

آیت الله علي خامنه ای

د عکس سرچینه، khamenei.ir

د عکس تشریح، د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای اعلان کړی چې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه باید له هوکړې لاسلیکېدو سم لاسي وروسته پورته شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر فدریکا موګریني هم خبریالانو ته ویلي، له ایران سره د اتومي پروګرام پرسر خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او د خبرو د اوږدولو هوډ نه شته.

هغه وویل: "اوس هوکړې ته د رسېدو وخت راغلی. ډېر سره نژدې شوي یو".

پر همدې مهال داسې رپوټونه هم شته چې د نړیوالې اتومي انرژۍ ځینې چارواکي به نن شپه تهران ته سفر وکړي.

ددغه سازمان عمومي مشر یوکیو امانو په وروستیو کې ایران ته تللی و او ددغه هېواد له مشرانو سره یې خبرې کړې وې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې یکشنبې پر ګهیځ (جولای ۵) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره درې ځلې لیدلي او خبرې کړې دي.

د ایران د اتومي انرژۍ مشر علي اکبر صالحي هم د امریکا د اتومي انرژۍ له مشر ارنسټ مونیز سره د ځینو مسلکي مسائلو پرسر خبرې کوي.

ښاغلي کېري ویلي (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر) سیرګي لاوروف د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک اشټاین مایر او د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر فدریکا موګریني به ژر د ویانا په اتومي خبرو کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې یکشنبې پر ګهیځ (جولای ۵) د ایران د بهرنیو چارو لهوزیر محمد جواد ظریف سره درې ځلې لیدلي او خبرې کړې دي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د تېرې یکشنبې پر ګهیځ (جولای ۵) د ایران د بهرنیو چارو لهوزیر محمد جواد ظریف سره درې ځلې لیدلي او خبرې کړې دي.

بل خوا، د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای اعلان کړی چې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه باید له هوکړې لاسلیکېدو سم لاسي وروسته پورته شي.