عراق کې د بعث ګوند جګپوړی غړی نيول شوی

د عکس سرچینه، AFP
عراقي چارواکو د پخواني ولسمشر صدام حسين د يوه لوړ پوړي چارواکي د نيول کېدو خبر ورکړی دی.
د عراق لومړي وزير حيدر عبادي نن شنبې (۲۷ جون) پر ورځ ويلي چې د يو کال عملياتو په لړ کې يې عبدالباقي السعدون د کرکوک ولايت په شمال کې نيولی دی.
عبدالباقي السعدون د بعث ګوند يو مهم غړی او د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د عراق پوځ قوماندان و.
د عراق يو چارواکی وايي، عبدالباقي السعدون يې د پنجشنبې پر ورځ بې له کوم مقاومت نيولی دی.
عبدالباقي السعدون د يو لړ بشري سر غړونو او په ۱۹۹۹ کې د شيعيانو د ځپلو له کبله د امريکا تر څار لاندې و.




