د فيفا پخواني چارواکي په بډو اخيستو اعتراف کړی

د عکس سرچینه، AFP
د فوټبال نړیوالې ادارې فيفا يوه پخواني چارواکي چاک بلېزر اعتراف کړی چې ده او د اجراييه کمېټې نورو غړو جنوبي افريقا ته د ۲۰۱۰ نړیوال جام د کوربتوب ورکولو لپاره په بډو اخيستو موافقه کړې وه.
امريکا د فيفا د فساد په تړاو يوه لويه دوسيه پرانستې او همدا دوسيه د دې لامل شوه، چې د دغې ادارې مشر سپ بلاټر استعفا وکړي.
سپ بلاټر له هغه يوازې د ګوتو په شمېر ورځې وروسته استعفا وکړه چې د پنځم ځل لپاره د فيفا د مشر په توګه غوره شو.
امريکايي څارنوالانو تېره اوونۍ ۱۴ کسان په بډو اخيستو او پيسو وينځلو تورن کړل.
تر دې وړاندې د ښاغلي بلېزر په ګډون څلور کسه په دې تړاو تورن شوي وو.
د امريکا د عدليې وزارت ادعا کوي دغو کسانو په تېرو ۲۴ کلونو کې په ټوليز ډول ۱۵۰ ميليونه ډالره بډې اخيستې دي.
د ښکېلو ۱۴ کسانو له ډلې اووه يې د فيفا غړي دي چې په زوريخ کې نيول شوي او دوه يې د فوټبال د نړیوال فدراسيون مرستيالان دي.
څارنوالانو د ۲۰۱۳ کال د محکمې د پلټنو جزييات تېره ورځ (چارشنبه، جون ۳) خپاره کړل چې د ښاغلي بلېزر اعتراف يې يوه برخه ده.
دغه اعتراف د ښاغلي بلېزر او څارنوالانو ترمنځ د سزا د کچې پر سر د جوړجاړي له موافقې وروسته شوی دی.
ښاغلی بلېزر له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۱ کال پورې په فيفا کې د مرکزي او شمالي امريکا او کارابیين حوزې د برخې دويم لوړپوړی چارواکی و او له ۱۹۹۷ تر ۲۰۱۳ کال پورې يې د فيفا د اجراييه کمېټې غړیتوب هم درلود.
د شواهدو پر بنسټ ښاغلي بلېزر په محکمه کې ويلي: ''له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۱ کال پورې ما او د اجراييه کمېټې نورو غړو د ۲۰۱۰ نړیوال جام لوبو کوربتوب ته د جنوبي افريقا غوره کولو لپاره د بډو په اخيستو موافقه کړې وه''.

د عکس سرچینه، AFP
خو تېره ورځ (چارشنبه، جون ۳) جنوبي افريقا د ۲۰۱۰ کال نړیوال جام کوربتوب ترلاسه کولو لپاره د ۱۰ ميليونه ډالرو ورکړه رد کړه.
ويل کېږي چې چاک بلېزر په پټه د خپلو همکارانو د غږ ثبتول هم منلي چې ده مايکروفون ورته په کلي بند کې ځای پر ځای کړی و.
ښاغلی بلېزر چې په سرطان ناروغۍ اخته دی وضعيت يې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
له دې دوسيې پرته سويسي چارواکي هم په دې اړه پلټنې کوي چې څنګه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال نړیوال جامونه روسيې او قطر ته ورکړای شوي دي.








