د قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه پلټنې

ګارسیا په عمان کې د قطر ۲۰۲۲ فوټبال د کمېټې له غړو سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، ګارسیا په عمان کې د قطر ۲۰۲۲ فوټبال د کمېټې له غړو سره خبرې کوي.

د فوټبال د نړیوالې ادارې فيفا مفتش مايکل ګارسيا د قطر له چارواکو د ليدنې پر مهال د هغو تورونو په اړه پوښتنې کوي، چې له مخې يې قطر د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام کوربه توب ته غوره شو.

د يکشنبې پر ورځ د برتانيا سنډې ټايمز ورځپاڼې تور ولګاوه، چې د ۲۰۲۲ نړیوال جام لپاره د قطر غوره کولو په موخه د فيفا د اجراييوي کمېټې قطري غړي محمد بن همام يو شمېر چارواکو ته ميليونونه ډالر ورکړي دي.

له دغو تورونو وروسته د قطر د کوربه توب د لغوه کېدو غوښتنې رادبره شوې دي او دې ته په کتو د دغو اتلوليو تنظيموونکو مايکل ګارسيا د تورونو د سپيناوی لپاره ټاکلی دی.

بل خوا د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام لپاره د کوربه غوره کولو د داوطلبۍ کمېټې په يوه بيانيه کې هر ډول فساد رد کړی دی.

کمېټې د برتانيا د سنډې ټايمز ورځپاڼې ادعا بې بنسټه بللې ويلي يې دي په دې برخه کې محمد بن همام ښکېل نه و، ځکه هغه دغه مهال هېڅ دنده نه لرله.

محمد بن همام

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سنډې ټايمز د ادعا له مخې محمد بن همام د فيفا چارواکو ته د دې لپاره پنځه ميليونه ډالر ورکړي، چې پرېکړه د قطر په پلوۍ وکړي.

د قطر له لوري د نړیوال جام د کوربه توپ لپاره د داوطلبۍ کمېټه وايي، دوی د مايکل ګارسيا له پلټنو سره مرسته کوي او له خپلې پرېکړې به په ټول وس ننګه وکړي.

تر دې وړاندې د فيفا مفتش مايکل ګاريسا اعلان کړی و، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ نړیوالو لوبو د کوربه ښارونو د غوره کولو په اړه به خپل تحقيقي راپور د جون پر نهمه بشپړ کړي.

ښاغلي ګارسيا ويلي دي، چې خپل تحقيقي راپور به په راتلونکو څو اوونيو کې فيفا ته وسپاري.

د سنډې ټايمز د ادعا له مخې محمد بن همام د فيفا چارواکو ته د دې لپاره پنځه ميليونه ډالر ورکړي، چې پرېکړه د قطر په پلوۍ وکړي.