عراق: بمې چاودنې لسګونه پولیس افسران وژلي

د عکس سرچینه، AP
د عراق په انبار ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې له لورې ترسره شوي ځانمرګي برید لږ تر لږه ۴۵ پولیس افسران وژلي.
ځانمرګي بریدګرو چاودېدونکي توکي په دریو موټرو کې ځای پر ځای کړي و او په تارتر سیمه کې یې د پولیسو یوه مرکز ته نژدې پر عمومي سرک درولي و.
دغه سیمه د فلوجا او سمارا ښارونه سره تړي.
د عراق حکومت ویلي په وژل شویو کسانو کې د پولیسو ځینې لوړپوړي افسران هم شامل دي.
په دغه چاودنه کې ۳۳ کسان ټپیان هم دي. په ټپیانو کې لوړپوړی افسر موسا حیدر هم شامل دی.
انبار د عراق هغه ولایت دی چې له تېرو څو اونیو راهیسې د حکومت پلویو او داعش جنګیالیو تر منځ د سختې جګړې شاهد دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د شیعه ملېشو یوه رضاکاره ډله چې تر ډېره یې ایران ملاتړ کوي د مرکزي ښار رمادي د بیا رانیولو لپاره عملیات پیل کړي.
رمادي ښار تېره میاشت د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالیو لاس ته وغورځېد.
انبار کې یوې خپلواکې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي چې له رمادي ښاره د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالیو د ایستو لپاره وروستی چمتووالی نیول شوی او ښایي پر وړاندې یې عملیات په نژدې ورځو کې پیل شي.









