حیدرالعبادي ''څو ورځو'' کې د رمادي بیا نیولو ژمنه وکړه

حیدرالعبادي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عبادي وايي حیران په دې دی چې د امریکا دفاع وزیر ولې ویلي، عراقي ځواکونه له داعش سره د جګړې هوډ بایللی دی.

د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي ویلي، په راتلونکو ''څو ورځو'' کې به د ''اسلامي دولت'' له منګولو رمادي ښار بېرته ونیسي، خو د امریکايي وزیر پر هغو څرګندونو حیرانتیا ښيي، چې وايي، عراقي پوځ له (داعش) سره د جګړې هوډ بایللی دی.

العبادي وايي، د حکومت پروړاندې یې د رمادي بېرته نیول ''یوازېنی غوراوی'' دی.

''اسلامي دولت'' ډلې د روانې مې پر ۱۷مه، رمادي ښار له عراقي حکومته ونیو.

عراقي لومړي وزیر له بي بي سي سره دا څرګندونې د امریکا ددفاع د وزیر اشتون کارتر له هغو څرګندونو وروسته کړې، چې وايي، په باور یې د ''اسلامي دولت'' پروړاندې د عراقي پوځ د نه پرمختګ لامل د ''ټینګ هوډ'' نه درلودل دي.

امریکايي وزیر دا هم ویلي، که څه هم په رمادي کې د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو د شمېر پرتله، د عراقي پوځ شمېر ډېر دی، خو کله چې پر عراقي ځواکونو بریدونه پیل شي، دوی په اسانۍ شاتګ کوي.

خو د عراقي پوځ ویاند دا نیوکه رد کړې ده.

ډګروال سعد معن بي بي سي ته ویلي، د رمادي جګړه او هلته وضعیت پوځيان تکتیکي شاتګ ته اړباسي.

العبادي وایي، عراقي پوځي د داعش پرضد د جګړې ټینګ هوډ لري.

عراقي پوځ په رمادي کې له خپلو سنګرونو په شا شوی، چې دې کار د داعش کابو دوه سوه جنګالیو ته د پرمختګ زړه ورکړی.

خو عبادي وايي، ددې معنا دا نه ده چې ګني پوځ د جګړې هوډ بایللی دی، او دا شاتګ هم د پوځ د هوډ بایلودو په معنا نه شي تعبیرېدلی:

زرګونه ولسي وګړي د جګړې له کبله له رمادي تښتېدلي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، زرګونه ولسي وګړي د جګړې له کبله له رمادي تښتېدلي

د عکس سرچینه، BBC World Service

''سیمه ییز قومندانان له اجازې پرته شاته شول، هدف یې دا و چې پوځ کې د مرګژوبلې مخه ونیول شي''.

وړاندې امریکايي ولسمشر بارک اوباما عراقي پوځ ته د ټانک ضد توغندیو ورکولو اجازه ورکړې وه، چې په دې سره دغه پوځ په جګړو کې د ''اسلامي دولت'' د لویو وسلو لېږدوونکو ګاډو پر وړاندې په ډاډه زړه د بریدونو هوډ پیدا کړي.

عبادي وايي، ''اسلامي دولت'' په تېرو درو اونیو کې رمادي کې ۲۷ موټربم چاودنې کړې دي.

دی دا مني دغو بریدونو عراقي ځواکونو ته ډېر زیان اړولی؛ ځکه چې ''د لاریو په مټ بریدونه تر حد ډېره مرګژوبله اړوي''.

عبادي وايي، کارتر ''تر خپل وسه د عراق ملاتړی دی، او زه باوري یم چې هغه ته ناسم معلومات ورکړل شوي دي''.

عراقی پوځي د بغداد او رمادي نښلوونکي (بزیبز) پله پرسر یوه بې ځایه شوې سپین سرې پر شا وړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، عراقی پوځي د بغداد او رمادي نښلوونکي (بزیبز) پله پرسر یوه بې ځایه شوې سپین سرې پر شا وړي.