عراقي ځواکونو د رمادي ښار بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل

د عکس سرچینه، AFP
عراقي ځواکونو او شيعه مېلشو له "اسلامي دولت" ډلې د رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړل.
شيعه مليشې د بريد لپاره د تياري په حال کې دي، تېره يکشنبې د اسلامي دولت ډلې د رمادي ښار له عراقي ځواکونو نيولی و.
مخکې "اسلامي دولت" ډلې جنګياليو د موټر بم ځانمرګو بريدونو په مټ د عراقي ځواکونو دفاعي کرښې ماتې کړې وې او په دې وتوانېدل چې په لويديځ کې رمادي ښار ونيسي.
رمادي د انبار ولايت مرکز او له بغداد څخه ۱۱۰ کيلومتره لرې پروت دی. د دې ښار له لاسه ورکول د عراقي حکومت لپاره لوی ګوزار و.
د رمادي ښار په جګړه کې نژدې ۵۰۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰۰ زيات بې کوره شوي دي. ملګري ملتونه وايي د دوی د حالت په اړه اندېښمن دي.
د تېرې جمعې پر ورځ د عراق مرستيال لومړي وزير صالح المطلک وويل له اسلامي دولت ډلې سره جګړه "ځايي مسله" نه ده او په نړيواله ټولنه يې غږ وکړ چې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې ېې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، AFP Getty Images
نړيوال ايتلاف له تېرو څو مياشتو راهيسې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې هوايي بريدونه کوي.
د فرانسې خبري اژانس ته يوه پوليس ويلي " د حصيبه سيمې د ازادولو لپاره يې پوځي عمليات پيل کړي دي."
همدارنګه عيني شاهدان وايي دوی پوځيان وليدل چې له خپل مرکزونو د لېږد په حال کې وو.
ويل کېږي شاوخوا ۳۰۰۰ شييعه جنګيالي د انبار ښار ته رسېدلي چې په رمادي ښار بريد وکړي.
وړاندې د سپينې ماڼۍ مرستيال ولسمشر جو بايډن ژمنه کړې وه چې هېواد به يې د عراقي ځواکونو سره د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters








