"اسلامي دولت" د عراق رمادي ښار نیولی

عراقي حکومت ویلي، د رمادي ښار بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، عراقي حکومت ویلي، د رمادي ښار بېرته نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي.

"اسلامي دولت" (داعش) ډلې د عراق مهم لوېدیځ رمادي ښار او حکومتي ودانۍ نیولې، چې اوس عراقي ځواکونو د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

رمادي د عراق په لوېدیځ کې مهم او لوی ښار ګڼل کېږي.

عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي ویلي، د "اسلامي دولت" لاسونو ته به د رمادي ښار لوېدو ته اجازه ورنه کړي.

العبادي په تلوېزیوني وینا کې وویل "ټول عراقیان تر یوه بیرغ لاندې راغونډ شوي، چې رمادي ښار بېرته ونیسي".

رپوټونه وايي، په ښار کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوې، خو حکومتي ودانۍ لاهم د "اسلامي دولت" په لاس کې دي.

بېړنی امریکايي ملاتړ

له ښاره د جګړې له کبله لسګونه کورنۍ وتلې دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له ښاره د جګړې له کبله لسګونه کورنۍ وتلې دي

د عکس سرچینه، AP

سپینې ماڼۍ ویلي، مرستیال ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې هېواد به یې د عراقي ځواکونو ملا وتړي.

سرچینه وايي، له عراقي ځواکونو سره د امریکا په مرسته کې "درنې وسلې، او اې ټي ۴ ډوله توغندي هم شته".

وړاندې د "اسلامي دولت" جنګیالي د موټربم ځانمرګو بریدونو په مټ د عراقي ځواکونو د دفاعي کرښو په ماتولو وتوانېدل، او د عراق په لوېدیځ کې یې مهم ښار رمادي ونیو.

د اسلامي دولت جنګیالیو د رمادي ښار حکومتي ودانۍ نیولې دي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د اسلامي دولت جنګیالیو د رمادي ښار حکومتي ودانۍ نیولې دي

د عکس سرچینه، AP

رپوټونه وايي، "اسلامي دولت" د پولیسو پر یوې ودانۍ څلور موټربم ځانمرګي بریدونه کړي، چې لږترلږه ۵۰ پولیس پکې ژوبل شوي، خو په ودانۍ کې بند پاتې دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې "اسلامي دولت" او عراقي ځواکونه د مهم انبار ولایت د نیولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د انبار ښار د شپې جګړه کې لږترلږه د لسو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

جګړه د جمعې ورځې تر ناوخته روانه وه، او د حکومتي ودانیو پر سر د داعش تور بیرغ لیدل کېږي.

رپوټونه وايي، وسله والو رمادي ښار کې پر حکومتي ودانیو درې موټربم ځانمرګي بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رپوټونه وايي، وسله والو رمادي ښار کې پر حکومتي ودانیو درې موټربم ځانمرګي بریدونه کړي