داعش د لرغوني نمرود ښار د ویجاړولو وېډیو خپره کړه

د عکس سرچینه، AFP
د اسلامي دولت (داعش) په نامه ډلې په انټرنیټ کې هغه وېډیو خپره کړې چې په کې ښودل کېږي دغه ډله د عراق لرغوني نمرود ښار د ورانولو په درشل کې ده.
دغه ویډیو هغه راپورونه لا ښه پخوي، چې د روان زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د دغې ډلې لخوا د لرغونو ښارونو د ورانولو په تړاو خپاره شوي وو.
دغه ویډیو ښيي، چې د داعش اورپکي بلدوزر او نور چاودیدونکي توکي د دغه لرغوني ښار د ورانولو لپاره کاروي.
د روان کال مارچ میاشت کې د داعش ډلې لخوا د لرغونو ښارونو د ورانولو په تړاو د خپرو شویو رپوټونو په درشل کې یونیسکو سازمان موصل ښار ته نژدې د لرغوني ښار ویجاړول یو جنګي جنایت وباله.
د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او زده کړو برخې مشر ایرینا بوکووا دغه کړنه وغندله او وویل: ''د فرهنګي میراث د ویجاړولو لپاره هېڅ سیاسي یا مذهبي توجیه نه شته''.
د داعش دغه کړنې د یو شمېر لرغونپوهان لخوا وغندل شوې د عراق یو لرغون پوه وویل:"دوی (داعش) غواړي زموږ د هېواد تاریخ له منځه یوسي".
په بریتانیا کې د عراق د څېړنو موسسې مشر جان کرتیس هم په مارچ میاشت کې د لوغونو میراثونو له منځه وړولو په تړاو ویلي و: "د نړۍ د فرهنګي میراثونو پر وړاندې دا یو لوی جنایت دی".

د عکس سرچینه، BBC World Service
مخکې هم داعش د موصل ښار موزیم کې د لرغونو اثارو په له منځه وړولو لاس پورې کړی و د دوی (داعش) په باور دا تاریخي اثار بت پرستي ده او دا باید له منځه لاړ شي.
د نمرود تاریخي ښار چې د اشوري تمدن د غمي (نګین) په نامه یادیږي له میلاده ۱۳ پیړۍ مخکې د دجلې سند ترڅنګ د ۳۰ کیلومترو په حدودو کې د موصل په سویل ختیځ کې ودان شوی.
د نینوا ولایت چې موصل، نمرود او د عراق یوشمېر نور تاریخي ښارونه په کې دي د ۲۰۱۴ کال له دوبي راهیسې د داعش ډلې تر ولکې لاندې دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service








