د اسلامي دولت ډلې مرستیال مشر په هوايي برید کې "وژل شوی"

د عراق د دفاع وزارت وايي د اسلامي دولت نومې اورپکې ډلې مرستیال مشر عبدالرحمان مصطفی محمد د عراق په شمال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند برید جنرال تحسین ابراهیم وویل نوموړی چې د ابو علا العفري په نامه هم پېژندل کېده د تلعفر سیمې په هغه جومات کې موجود و چې د ایتلاف په هوايي برید کې په نښه شو.
ښاغلي ابراهیم زیاته کړه په هوايي برید کې لسګونه نور هغه اورپکي هم ووژل شول چې له العفري سره یې په دغه جومات کې غونډه درلوده.
په وروستیو اوونیو کې داسې نا تاید شوي راپورونه وو چې العفري په موقتي ډول د اسلامي دولت ډلې د عملیاتو مشري په غاړه اخیستې ده.
د عراق امنیتي سرچینو ادعا کوي چې د مارچ په میاشت کې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغداي د عراق په شمالي سیمه کې د ایتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې سخت ټپي شوی دی.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د العفري په اړه د مالوماتو په بدل کې د اووه میلیونه امریکايي ډالرو جایزې اعلان کړی و.
ویډیو

د عکس سرچینه، BBC World Service
جنرال ابراهیم بي بي سي ته وویل العفري د تلعفر سیمې د الشهدا نومې جومات کې له لسګونو نورو اورپکو سره ووژل شو.
نوموړي دا په ډاګه نه کړه چې هوايي برید کوم هېواد کړی خو د تېر کال اګست میاشت کې د ایتلاف د کمپاین له پیل راهیسې ډېری هوايي بریدونه امریکا کړي دي.
د پینټاګون یوې ویاندې وویل دوی د رسنیو راپورونه لیدلي خو اوسمهال یې تایدولی نه شي.
بغداد کې د بي بي سي خبریال احمد ماهر وايي که د العفري وژنه تاید شي نو دا به د اسلامي دولت ډلې یوه بله ماته وي، چې په دې وروستیو میاشتیو کې یې لا له وړاندې په جګړه کې ګڼ تاوانونه کړي دي.
عراقي سرچینې وايي العفري چې په ۱۹۵۷ یا ۱۹۵۹ کال د عراق په موصل ښار کې زېږېدلی، په ۲۰۱۲ کال کې له خوشې کېدو وروسته، په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې له ځواکونو سره یوځای شو.
تر دې مخکې نوموړی په ۲۰۰۴ کال عراق کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ له القاعدې ډلې سره یوځای شوی و او د الزرقاوي د مرستیال او د موصل ښار د مشر مسولیت یې په غاړه درلود.








