عراق: له زندان لسګونه بنديان تښتېدلي او ګڼ شمېر نور وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
د عراق د کورنيو چارو وزارت په وينا شپږ امنيتي ساتوونکي او دېرش بنديان له زندان د تېښتې په پېښه کې وژل شوي دي.
ويل کېږي د بغداد شمال ختيځ کې د خالص له زندان ۴۰ بنديان چې ځينې يې د ترهګرۍ په تړاو نيول شوي وو تښتېدلي دي.
پوليس وايي کړکېچ له هغه وروسته پيل شو چې بنديانو په خپلو منځو کې جګړه پيل کړه او کله چې پوليسو وغوښتل مداخله وکړي دوی پرې بريد وکړ او وسله يې ترې واخيسته.
په عراق کې پخوا هم دې ته ورته پېښې رامنځ ته شوې چې له کبله يې زیات شمېر بنديان له زندانونو تښتېدلي دي.
ويل کېږي په دې زندان کې ځينې بنديانو له اسلامي دولت ډلې سره تړاو درلود.
عراقي دولت له امنيتي ستونزو سره مخامخ دی او اوس مهال له اسلامي دولت ډلې سره چې د عراق لويه برخه يې تر کنټرول لاندې دي په جګړه بوخت دي.




