"اسلامي دولت": سعودي کې د شیعه ګانو پر جومات برید موږ کړی

"اسلامي دولت" ډلې ویلي، د سعودي عربستان ختیځ کې د شیعه ګانو یوه جومات کې هغه ځانمرګی برید دوی کړی، چې لږترلږه ۲۱ کسان پکې ووژل شول او تر سلو ډېر نور ټپیان شول.
ریاض وايي، ټول هغه کسان لټوي، چې په برید کې ښکېل وو.
دا لومړی ځل دی، چې "اسلامي دولت" د سعودي عربستان په خاوره کې خونړی برید کوي.
دغې ډلې پر خپلې ټویټر د برید پړه منلې او د برید کوونکي انځور یې هم خپور کړی دی.
څارونکي وايي، د جمعې ورځې دا برید په سعودي عربستان کې له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې تر ټولو لوی خونړی برید دی.
د تېرې جمعې په ورځ په ختیځ القطيف کې د شيعه مسلمانانو پر يوه جومات کې ځانمرګی بريد وشو.
یوه عيني شاهد رويترز خبري اژانس ته ويلي چې د القدیح کلي کې د امام علي په جومات کې زوروره چاودنه شوې ده.
ده ويلي په دغه جومات کې شاوخوا ۱۵۰ کسان وو او د وژل شويو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.
د حزب الله شيعه ملېشو اړوند المنار تلويزيوني چينل هغه وېډيو خپره کړې چې د جومات دننه رامنځته شوې ويجاړي ښيي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
په سعودي کې په شيعه مسلمانانو داسې مهال بريد کېږي چې سعودي عربستان په يمن کې پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کوي او په عراق او سوريه کې ''اسلامي دولت'' ډله پرمختګ کوي.
د سعودي عربستان ختيځ ولایت قطيف ډېر زيات تيل لري او د اوسېدونکو لويه برخه يې شيعه مسلمانان دي.
د دغه ولایت شيعه اوسېدونکي د سعودي پر حکومت تور لګوي چې ګواکې له بشري حقونو سرغړونه کوي او د حکومت پر خلاف مظاهرې هم په کې کېږي.
په ۲۰۱۱ کال کې دغلته شيعه اوسېدونکو د حکومت پر ضد اعتراضونه پيل کړل او غوښتنه يې وکړه چې په دغه هېواد کې دې پاچاهي ړنګه او ولسواکي دې راوستل شي.
په دغو اعتراضونو کې ۲۰ کسان ووژل شول. د وژل شويو لويه برخه ځايي خلک وو، چې له پوليسو سره د ډزو په تبادله کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اعتراضونو پر مهال يو شمېر کسان ونيول شول، چې ځينې د مرګ له سزا سره مخامخ شول.
سعودي کې تر ډېره لږکي شیعه ګان په ختیځ کې اوسېږي، چې ډېر کله د چارواکو پرضد اعتراضونه کوي.
"اسلامي دولت" سعودي ته ګواښ کړی و، چې د امریکا په مشرۍ له هغه ایتلاف سره دې د یوځای کېدو نه لاس واخلي، چې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پرضد بریدونه کوي.
ددغې ډلې مشر ابو بکر البغدادي په تېر نومبر کې خپل سعودي ملاتړي د شیعه ګانو پرضد بریدونو ته وهڅول.
اټکر دی، چې له "اسلامي دولت" سره تر ۲۰۰۰ ډېر سعوددیان یوځای شوي، خو سلګونه یې سعودي عربستان ته ستنېدلي.
سعودي عربستان په وروستیو کې د امنیت د ټینګښت لپاره عملیات پیل کړل، چې سلګونه مشکوک کسان یې په لړ کې ونیول شول.

د عکس سرچینه، EPA








