جرمني کې د اورګاډي ټکر له کبله دوه کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AP
پوليس وايي د جرمني په اېبنبوغن ښار کې د اورکاډي او لارۍ د ټکر له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
دولتي کارکوونکي وايي دا پېښه هغه مهال د اېبنبوغن په ښار کې رامنځ ته شوه چې له اوسنبورک څخه يوې لارۍ موټر سره لېږدوله او له اورکاډي سره ټکر شوه.
ويل کېږي د دريو ټپيانو حالت نازک دی.
د پوليسو وياند يوخن لشکی وايي اړين خدمتونه د پېښې ځای ته رسېدلي. دی وايي په اورکاډي کې په زيات شمېر کسان سپاره وو.
دی وايي د ژغورنې ډله د ښکېلو کسانو د ژغورنې او روغتون ته د ټپيانو د لېږدلو لپاره رسېدلې.
پوليس وايي د لارۍ موټر چلوونکی نه دی ټپي شوی.




