کراچۍ کې پر بس برید ۴۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پر یوه مسافر وړونکي موټر د وسله والو په برید کې لږترلږه ۴۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
د سند ايالت د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي وايي، د کراچۍ ښار صفورا چورنګي سیمې بريد کې ۴۵ کسان وژل شوي. دی وايي، شپږ برید کوونکي پر درو موټر سایکلونو راغلي وو.
په وژل شویو کې ۲۷ سړي او نورې ښځې دي.
نوموړی وايي، برید کوونکو لومړی پر بس چلوونکي ډزې کړې او بیا یې پر مسافرو د وسلو خولې ور اړولې دي.
اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، برید د آغا خان بنسټ پر اړوند یوه بس شوی، چې ویل کېږي، سپاره کسان پکې یوه عبادتځي ته روان وو.
په کراچۍ کې پر بس له بريد وروسته د پاکستان د پوځ مشر سري لانکا ته خپل درې ورځنی سفر ځنډولی دی.
عیني شاهدانو ویلي، وسله والو دغه بس درولی او پر مسافرو یې ډزې کړې دي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید پړه نه ده منلې، خو ویل کېږي، پر موټر سایکل سپاره برید کوونکي تښتېدلي دي.
ویل کېږي، وژل شوي د اسماعیلیه ډلې غړي دي، چې په بس کې تر ۵۰ ډېر کسان د اسماعیلیانو د عبادتځي پر لور روان وو.
په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم دي، خو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی.
که څه هم سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي، خو د بریدګرو پل یې نه دی پسې اخیستی.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه، BBC World Service
پاکستان کې د شیعه ګان د ټول ټال نفوس ۲۰ سلنه جوړوي، چې ډېری یې د اسماعیلیه فرقې پلویان دي.
پاکستان کې وړاندې هم پر شیعه لږکیو مرګوني بریدونه شوي.

د عکس سرچینه، Getty









