کراچۍ عملياتو کې شپږ طالبان وژل شوي

د عکس سرچینه، bbc
پاکستاني پوليس وايي په کراچۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې، شپږ طالبان وژلي دي.
د پوليسو په وينا دا عمليات د سهراب ګوټ په ګلشن سعدي سيمه کې ترسره شوي دي.
ويل کېږي په دې پټو عملياتو کې د پوليسو له ۲۵۰ زیاتو ځواکونو ګډون درلود.
د پوليسو سرپرست مشر ملير انور وايي وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو د ملا فضل الله ډلې سره تړاو لري.
روا انور وايي په دې عملياتو کې د طالبانو يو مشهور قوماندان چې په وزيرستان کې په يوه ډرون بريد کې ټپي شوی و هم وژل شوی دی.
پوليس وايي د وژل شويو کسانو په ځايونو کې يې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د امنيتي ځواکونو له خوا کراچۍ کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملياتو کې زياتوالی راغلی دی.
د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي تېره مياشت يې د کيماړي په سيمه کې پنځه ترهګر وژل دي.
له دې بريد وروسته کراچۍ کې پر يوه مېشت امريکايي استاد بريد وشو او بريدکوونکو ويل د خپلو وژل شويو ملګرو بدل يې اخيستی.








