د بریتانیا ټاکنې: د محافظه کارو بری، د نورو ګوند مشرانو استعفا

د عکس سرچینه، AP
د بریتانیا په ټاکنو کې محافظه کار ګوند وکړای شول، د ګټلو لپاره تر ټاکل شوې ۳۲۶ ځوکۍ هم ډېرې خپلې کړي.
له محافظه کار ګوند وروسته د کارګر ګوند ۲۳۲ څوکۍ، د سکاټلند ملي ګوند ۵۶ او لېبرال ډیموکرات ۸ څوکۍ ګټلې دي.
په ټاکنو کې د محافظه کار ګونډ په ګټلو سره به ډېوېډ کمرون او مخکینۍ کابینه به یې بېرته خپلو موقفونو ته ستنېږي.
نن ماسپښین ډېوېډ کمرون د ملکه الیزابت لیدو ته ورغی او له هغې سره یې د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې. وروسته له دغې کتنې چې ښاغلی کمرون په رسمي ډول لومړی وزیر ګڼل کېدای شي، بېرته ۱۰ ډاوننګ سټریټ خپل استوګنځای ته له خپلې مېرمنې سره ستون شو.

د عکس سرچینه، PA
محافظه کار ګوند په انګلستان او وېلز کې ډېرې رايې خپلې کړي او په راتلونکي پارلمان کې به تر ټولو لوی اکثریت دوی وي.
سمدستې وروسته له دې چې د محافظه کار ګوند بریا په غوڅ اکثریت تائید شوه، د کارګر ګوند مشر یډ مېلېبند له خپلې دندې استعفا وکړه. ښاغلي مېلېبند په خپلې وروستنۍ وینا کې وویل چې د خپل ګوند د پاتې راتلو او ناکامۍ پوره مسولیت پر غاړه اخلي.
ښاغلي مېلېبند وویل " دغه هېواد یوه کارګر ګوند ته اړتیا لري او موږ به بېرته ستانه شو".
ښاغلي مېلېبند د ګوند لپاره د ښې مشرې په نومولو وویل " تغییر په دې راځي چې خلک هېڅ کله له خپلو هڅو لاس نه اخلي، زه به هېڅ کله د هغه بریتانیا لپاره له هڅو لاس وانخلم چې زه باور پرې لرم".
يډ مېلېبند د خپل ورور ډېوېډ مېلېبند په وړاندې د کارګر ګوند د مشرتوب سیالۍ کې ولاړ ؤ.

د عکس سرچینه، EPA
د کارګر ګوند ځینو څار- وزیرانو په دغو ټاکنو کې خپلې ځوکۍ له لاسه ورکړې چې ښاغلي مېلېبند له هغو بخښنه وغوښته.
د سږکال په ټاکنو کې تر نورو حیرانوونکې بریا د سکاټلند د ملي ګوند ده. په پارلمان کې د سکاټلند د ملي ګوند ټولې ځوکۍ ۶ وې او اوس دغه ګوند د نیکولاس سټرجن په مشرۍ وکړای شول ۵۶ څوکۍ وګټي.

د عکس سرچینه، Getty
نیکولاس سټرجن د سکاټلند په سیاست کې یوه فعاله ښځه ده چې له الیکس سامن څخه وروسته د ګوند مشره شوه.
د لېبرال ډیموکرات ګوند د تېرو ټاکنو په پرتله ۴۹ ځوکۍ له لاسه ورکړي. د پایلو له څرګندېدو سره د ګوند مشر نک کلېګ له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغه ګوند یوه پخواني مشر د پایلو له اعلان څخه وړاندې د ټلویزیون په یوې ژوندۍ خپرونې کې قسم وخوړ چې که په ټاکنو کې د دوی ګوند دومره لږې رایې ګټلې وي "دی به خپله خولۍ د ټولو په مخکې وخوري".
په ۲۰۱۰ کال کې د لېبرال ډیموکرات ګوند چې ۵۷ څوکۍ ګټلې وې او له محافظه کار ګوند سره یې ائتلافي حکومت جوړ کړ.
له بلې خوا د بریتانیا خپلواک ګوند چې په دې وروستیو کې فکر کېده په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا د ونډې په بدلون او له کډوالو سره په مخالفت کولو به یې ډېر محبوبیت پیدا کړی وي هم، ونه کړای شول په خپلې سیمې کې بریالی شي.

د عکس سرچینه، Getty
د ګوند مشر نایجل فراژ له ناکامۍ وروسته خپله نه-ډېره-واضح استعفا واوروله.
جورج ګالاوې د پارلمان هغه پخواني غړي چې د لږکیو او په تېره بیا د مسلمانانو له حقونو یې هروخت دفاع کړې هم ونکړای شول چې پارلمان ته لار ومومي.

د عکس سرچینه، AP
په بریتانیا کې د پارلمان ۶۵۰ څوکیو ته عمومي ټاکنې ترسره شوې، چې له تېرو څو اونیو راهیسې چمتووالی ورته روان و او نژدې پنځو میلیونو کسانو د رای اچونې لپاره نوملیکنه کړې وه.
په دغو ټاکنو کې د سیمه ییزو شوراګانو د زرګونو څوکیو لپاره هم رای اچونه وشوه.
د ټول ټال ثبت شویو رای اچوونکو شمېر نژدې ۵۰ میلیونو ښودل شوی وو، چې ځینو برېښنايي رایې کارولې دي.

د عکس سرچینه، PA
رای اچونه یې د بریتانیا پر وخت د ماسخوتن تر لسو بجو دوام وکړ.
پر عمومي ټاکنو سربېره، د سیمه ییزو شوراګانو د ۹۰۰۰ څوکیو لپاره هم په ۲۷۹ ټاکنیزو حوزو کې رای اچونه تر سره شوه.








