روسۍ سپوږمکۍ له کنټروله ووتله او ځمکې ته راولوېده

د عکس سرچینه، epa
روسي چارواکو ویلي، یوه نامناسبه مصنوعي سپوږمکۍ یې فضا کې نړیوال سترغالي ته د بار رسولو پرمهال له کنټروله وتلې او پر ځمکه لوېدلې ده.
دغه Progress M-27M ډوله سپوږمکۍ د تېرې سې شنبې په ورځ فضا ته د قزاقستان له یوې اډې استول شوې، خو له الوت لږ موده وروسته اړیکه ورسره غوڅه شوې ده.
د روسیې فضايي چارو اژانس ویلي، دغه سپوږمکۍ په یوه له کنټروله وتلي مدار کې چورلېدلې ده.
یاده سپوږمکۍ نړیوال سترغالي ته په رسېدو نه ده توانېدلې، او په هوا کې د ځمکې پوښ ته د ننوتلو پرمهال ماته شوې ده.
د روسیې د فضايي اژانس (روسکوسموس) مشر ایګور کوماروف ویلي: "سپوږمکۍ پخپل سفر کې پاتې راغلې ده، او نړیوال مدار ته یې د رسېدو توان نه دی موندلی".
اټکل و، چې دغه سپوږمکۍ نړیوال سترغالي ته سونتوکي، خواړه او نور د اړتیا وړ شیان ولېږدوي.
اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د ستورمزلو سکاټ کیلي او میخاییل کورنینکو –چې په سترغالي کې یې یو کال وخت تېر کړی- له قوله ویلي، د ځمکې کنټرول د سپوږمکۍ ټول کنټرول له لاسه ورکړی.
د روسیې "انټرفاکس" آژانس ویلي، امکان لري چې یاده سپوږمکۍ د ځمکې هوايي پوښ ته ننوځي، خو ډېره هیله ورته نه شته.
خو دغه آژانس بیا وروسته وویل، سپوږمکۍ به د راتلونکې میاشتې د اوومې او ۱۱ نېټو ترمنځ د ځمکې پوښ ته ننوځي.
وړاندې یوه بله ورته سپوږمکۍ هم په همدې واټن کې سوځېدلې وه، خو پر ځمکه یې د اوسېدونکو لپاره کوم ګواښ نه وو پېښ کړی.








