سعودي وايي یمن کې به د حوثیانو له ځپلو لاس وانخلي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر د یمن اوبو شاوخوا کې حوثي یاغیانو ته په پرمختللو وسلو د بار ایراني بېړیو د تګ راتګ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
امریکايي چارواکو یوه ورځ وړاندې ویلي وو، مشکوکو ایراني بېړیو د یمن شمالي سمندر کې حوثي یاغیانو ته د وسلو لېږدولو په موخه لنګر اچولی دی.
رویټرز خبري اژانس د امریکا دفاع وزیر له قوله ویلي: "موږ په دې اړه رښتیا هم اندېښمن یو. اندېښنه مو له دې کبله ده چې دوی هلته پرمختللې وسلې لېږدوي".
د امریکا سمندري ځواکونو د تېرې دوشنبې په ورځ د یمن اوبو ته الوتکې لېږدوونکې بېړۍ لېږدولې وه. یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو، ددې بېړۍ لېږدولو هدف د یمن په اوبو کې حوثي یاغیانو ته د ایراني وسلو او پوځي حضور مخنیوی دی.
خو په رسمي توګه امریکايي چارواکو نه دي ویلي، چې هلته یې ماموریت د بېړیو د امنیت خوندي کول دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تېرې سې شنبې په ورځ ویلي وو، حکومت یې په ډاګه ایران ته خبرداری ورکړی، چې یمن ته دې د وسلو له لېږدولو ډډه وکړي، ځکه چې ددوی دا کار په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو لپاره لوی سرخوږی جوړوي.
امریکايي چارواکو د اوباما له څرګندونو سره هم مهاله این بي سي امریکايي شبکې ته ویلي وو، چې ایراني بېړۍ له عمان سره د ین پر سوېل ختیځه پوله ځای پرځای شوې دي او د سعودي عربستان او مصر بېړۍ د یمن سوېل لوېدیځ کې درېدلې دي، چې غواړي عدن سمندرغاړه بنده کړي.
اشټون کارټر کلیفورنیا ته د سفر پرمهال خبریالانو ته ویلي، د یمن اوبو ته نژدې د امریکايي بېړۍ حضور یمن ته د ایراني بېړیو د راتګ د مخنیوي لپاره دی.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس سرچینه، AP
هغه وویل: "تاسو ته به ووایم چې امریکا کوم ګام اخیستو ته چمتو ده. هماغسې لکه ولسمشر چې ویلي، موږ غوراوي لرو".
حوثیانو د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوو ځواکونو په همکارۍ د ولسمشر عبد ربه منصور هادي حکومت ړنګ کړ، چې تر ډېره پر ایران د حوثیانو د ملاتړ او همکارۍ تور پورې کېږي، خو تهران بیا دا تور نه مني.
سعودي عربستان یوه میاشت وړاندې د ښاغلي هادي په ملاتړ ایتلاف جوړ کړی، او یمن کې یې د شیعه حوثي یاغیانو پرضد هوايي بریدونه پیل کړل.
ښاغلي کارتر په یمن کې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې، خو وايي هیله یې دا ده چې دواړې غاړې د خبرو مېز ته کښېني.
هغه وویل: "موږ هیله لرو چې ښکېلې غاړې سیاسي حل ولټوي، او یمن یوځل بیا یو معقول حکومت ولري، غوره به دا وي چې ټولې غاړې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د خبرو مېز ته کښېني".
حوثیانو د تېرې چارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف د ټولو هوايي بریدونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. دوی وايي د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې خبرو ته چمتو دي.
حوثیان نه پرېښودل
سعودي عربستان خبرداری ورکړی، که چېرې حوثیان واک ته د رسېدو لپاره له زوره کار واخلي، دوی به یې پر وړاندې زور وکاروي.

د عکس سرچینه، AP
سعودي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه وکړې، چې ګني یمن کې یې د حوثیانو پرضد هوايي بریدونه درولي دي.
د سعودي په مشرۍ کابو یوه میاشت په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه وشول، خو د ریاض هڅه دا ده چې ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسېږي.
د حوثیانو له خوا د پلازمېنې صنعاء تر نیولو وروسته، هادي د یمن سوېلي سمندرغاړي عدن ښار ته تښتېدلی و، او له هغه ځایه د سعودي عربستان ریاض ښار ته وتشتېدل.
د تېر مارچ ۱۹ راهیسې پر حوثیانو د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په بریدونو کې لږترلږه ۹۴۴ کسان وژل شوي او ۳۴۸۷ نور ټپیان دي.
د سعودي له خوا د "پرېکنده توپان" هوايي بریدونو پای ته رسولو له اعلان وروسته، په امریکا کې د سعودي سفیر عادل الجبیر وویل، د یمن د عملیاتو دویم پړاو پیل شو.
جبیر وايي، د "هیلو ستنولو" په نامه په نویو عملیاتو کې به د یمن د مشروع حکومت ملاتړ وشي او حوثیان به وځپل شي.
د سعودي عربستان دغه دیپلومات دا هم ویلي چې "ددغه نوي پړاو هدف د حوثیانو له ځورونې په یمن کې د ولسي وګړو ساتنه ده، چې هلته د بشري مرستو رسولو لپاره موقع برابره شي".

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، European Photopress Agency

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AFP








