د پاکستان پارلمان د يمن په مسله کې د بې پرېوالي پرېکړه کړې

د عکس سرچینه، b
د عربو متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر انور محمد قرقاش د پاکستان لخوا د یمن په مسله کې د دغه هیواد د بې پرې ساتلو پریکړې په تړاو پاکستان ته خبرداری ور کړ چې د دغې مهمې او حساسې مسلې پر وړاندې د مخالفو رایو کارولو لوی قیمت به پرې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د اماراتو د بهرنیو چارو د وزیر پر خبرو نظر نه شي ورکولی، د هغې په وینا په دې اړه هیڅ معلومات نه لري.
د پاکستان پارلمان له څو ورځو بحث وروسته پرېکړه کړې چې په یمن کې به د سعودي په مشرۍ د ایتلاف په ملاتړ چې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي، پوځي مداخله نه کوي.
د پارلمان وکیلانو په لوی اکثریت د هغې پرېکړه په ملاتړ رایه ورکړه چې "پاکستان باید د یمن په مسله کې بې طرفه پاتې شي".
سعودي له خپل متحد پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د حوثیانو پر ضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.
تېره شپه د ایتلاف جنګي الوتکو پر سوېلي یمن سخت ګوزارونه وکړل.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف وايي جنګي الوتکو یې یوازې پوځي کمپونه، هوايي اډې، د وسلو زېرمې او د یاغیانو مرکزونه په نښه کړي خو ډېر ځلې ولسي سیمې هم په نښه شوې دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د مارچ له ۱۹مې راهیسې څه دپاسه ۵۶۰ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان پارلمان د مداخلې په اړه د دوشنبې پر ورځ بحث پیل کړ او ډېرو وکیلانو یمن ته د پوځیانو د لېږلو پر ضد څرګندونې وکړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جمعې ورځې په پرېکړه کې ویل شوي پاکستان باید د یوه منځګړي رول ولوبوي او د پاکستان د دې ژمنې ملاتړ یې وکړ چې غواړي د سعودي خاوره، چې په جګړه کې لا نه ده ګواښل شوې، خوندي وساتي.
سعودي او یمن ګډه پوله لري او داسې وېرې شته چې بې ثباتي ښايي د سعودي خاروې ته هم وغځېږي.
په پرېکړه کې ویل شوي: "د پاکستان پارلمان په یمن کې د خرابېدونکي امنیت او بشري حالت او په سیمه کې یې پر سولې او ثبات اغېز په اړه جدي اندېښنه څرګندوي".
باور دی شیعه حوثي یاغیان د ایران متحدين دي، هغه هېواد چې په منځني ختیځ کې د واک لاسته راوړلو لپاره د سعودي سیال ګڼل کېږي.
تر دې مخکې روانه اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته سفر وکړ او له دغه هېواده یې غوښتنه وکړه چې د سعودي د مرستې غږ ته منفي ځواب ورکړي.
په ورته وخت کې دوه الوتکې چې روغتیايي مرستې یې لېږدولې په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ناکامو هڅو وروسته د جمعې پر ورځ پلازمېنې صنعا ته ورسېدې.
د سره صلیب نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي هغه الوتکې چې څه دپاسه ۳۰ ټنه روغتیايي مواد لکه درمل او د عملیات وسایل یې لېږدول صنعا ته رسېدلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
سعودي وروسته له هغه هوايي بریدونه پیل کړل چې حوثي یاغیانو د یمن پلازمېنه تر ولکې لاندې راوسته او ولسمشر منصور هادي یې اړ کړ لومړی عدن او بیا ریاض ته تېښته وکړي.








