ایټالوي چارواکو سمندر کې ۱۵۰۰ کډوال ژغولي

د عکس سرچینه، AFP
د ایټالیايي ژغورونکو په سمندر کې نژدې ۱۵۰۰ کډوال د ژغورنې پنځو بېلابېلو عملیاتو کې ژغورلي دي.
د سمندري ژغورونکو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په روم کې د مصنوعي سپوږمکۍ له لارې یې څلور ژغورندویه بېړۍ له یوې بلې بېړۍ سره ددغو کډوالو د ژغورلو لپاره استولې دي.
ددغو کډوالو په ژغورلو کې یوې جنګي سمندري بېړۍ هم ګډون درلود.
یوه بېړۍ د یکشنبې په ورځ لامبیدوزا سمندرغاړې ته روانه وه او بله اوګوستا او یوه بله د ایټالیا پروتو امبیدوکلي ته روانه وه.
وړاندې د ۱۳ هېوادونو شاوخوا ۲۱۸ کډوال د ایسلنډي جنګي بېړۍ له خوا د صقلیه تنګي کې ژغورل شوي وو او د شنبې پر ماسخوتن بوتسالو بندر ته رسول شوي.

د عکس سرچینه، AP
ویل کېږي په کډوالو کې ډېری یې د لیبیا ديو چې هلته د جګړه مارو ډلو له وېرې یې اروپا ته مخه کړې ده.
تېر کال، ایټالیا د سمندر له لارې اروپا ته له تلونکو ۱۷۰۰۰۰ کډوالو سره لاس او ګرېوان وه.
چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې د کډوالو شمېر د تېر کال د همدې مودې د کډوالو د شمېر پرتله ۴۳ سلنه ډېر شوی دی.








