مصر اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور کسان بندیان کړي

په مصر کې یوې محکمې د اسرائیلو څارګرې ادارې (موساد) ته د جاسوسۍ په تور دوه اسرائیلیان او مصريان په ۲۵ کلونو بند محکوم کړي. یوه مېرمن هم په ورته تور بندي شوې ده.
پر دغو کسانو د اسرائیلو استخباراتو ته د معلوماتو په ورکولو تور دی.
تورن اسرائیلیان له مصر تښتېدلي دي.
د مصر لویې څارنوالۍ ویلي، نیول شويو اسرائیلیانو له موساد سره تړاو درلود.
محکمې ویلي، دغو کسانو د اسرائیلو د استخباراتي ادارې لپاره په مصر کې د جاسوسۍ یوه شبکه جوړه کړې وه.
ویل کېږي، چې دوه مصریان په موساد کې له دوو افسرانو سره دې هوکړې ته رسېدلي، چې په مصر کې به د ستراتیژیکو معلوماتو او وضعیت په اړه هره ورځ معلومات ورکوي.
پر دوی دا تور هم دی چې موساد ته یې د اقتصادي بنسټونو د فعالیت په اړه معلومات ورکول.
محکمه وايي، د اسرائیلو استخباراتو تورنو مصریانو ته کمپیوټر او د معلوماتو د زېرمه کولو وسائیل او پټ جیبونه لرونکي بکسونه ورکړي، چې اسرائیلو ته معلومات په پټه ورسوي.
دوی ته اسرائیلو ددې کار په مقابل کې ډالۍ او پیسې ورکولې.








