ونزویلا د امریکايي ديپلوماتانو فعالیتونه محدود کړل

د عکس سرچینه، Reuters
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په کاراکاس کې د امریکايي ديپلوماتانو د فعالیتونو محدودولو اعلان کړی دی.
ښاغلي مادورو ویلي، امریکايي وګړي باید ونزویلا ته د تګ لپاره وېزې ولري. نوموړی د هغو امریکايي سیاستوالو لیست هم خپور کړی، چې ونزویلا ته یې پر سفر کولو بندیز لګول شوی و.
د ونزویلا ولسمشر ویلي، په هېواد کې د امریکايي مداخلې له کبله هغه دا ګام اخیستی دی.
ښاغلي مادورو ویلي، د امریکا دولت په ونزویلا کې ۱۰۰ کارکوونکي لري، خو ونزویلا یوازې ۱۷ کار کوونکي د امریکا د ننه لري.
ښاغلي مادورو زیاتوي، د لاتینې امریکا دغه هېواد ته تلونکي امریکايان باید په هماغه قیمت وېزې واخلي، چې امریکا یې خپل هېواد پر تلونکو ونزویلايي وګړو خرڅوي.
ونزویلا ته په سفر کولو د ممنوع شویو کسانو لیست کې د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش، ډیک چیني، سناتوران باب منندز او مارک روبیو هم دي.
ښاغلي مادورو دغه کسان د بشري حقونو ناقضین بللي، چې په وینا یې د دوی د کړنوله کبله په عراق او سوریه کې ترهګري ډېره شوې ده.
د تېرې فبرورۍ میاشتې لومړیو کې امریکا اعلان وکړ، چې امریکا ته یې د ځینو ونزویلايي چارواکو د ورتګ مخه نیولې ده.
ددغو چارواکو نومونه د امریکا له لوري خپاره شوي نه دي، خو دلیل یې دا و چې ګني دوی بشري حقونه نه دي مراعات کړي او په دولتي فساد کې ښکېل کسان دي.
امریکا ته په سفر د ممنوع ګرځول شویو ونزویلايي چارواکو بندیز د هغوی د کورنیو غړو ته هم غځېدلی دی.
څو اونۍ مخکې، ښاغلي مادورو امریکا تورنه کړه چې د حکومت مخالفو ډلو په لاسنیوي کې یې ونزویلا کې د کودتا هڅې کولې.
واشنګټن دغه څرګندونې ردوي او دا د خندا وړ خبره بولي.
د امریکا او ونزویلا ترمنځ اړیکو کې ترینګلتیا د دې لامل شوه، چې دواړو هېوادونو په وروستیو پنځو کلونو کې مقابل لوري ته سفیران وانه ستول.








