وینزویلا کې ۳۵ بندیان د زیاتو درملو خوړلو له امله مړي شوي

د عکس سرچینه، b
د وینزویلا په شمال لوېدیځ کې قهرجنو بندیانو د زندان پر روغتیايي مرکز چپاو وروړی او له کچې زیاتو درملو د خوړلو له کبله ۳۵ تنه پکې وژل شوي دي.
د واکمن سوسیالېست ګوند یوه پارلماني استازي ویلي، په دوی کې د شلو نورو بندیانو روغتیايي وضعیت ډېر خراب دی.
دغو بندیانو په زندان کې د ناوړه وضعیت په اړه په اعتراض لاس پورې کړی و، چې په ترڅ کې یې د اړوند روغتيايي مرکز د وره له ورماتولو وروسته درملتون ته ورغلي او تر خپلې وسې یې پکې موجود درمل خوړلي دي.
د وینزویلا د پارلمان غړي ویلیم اوجېدا ویلي، له شمال ختیځ ښار بارکیسیمېتو سره نژدې پراته دغه زندان کې په هغو درملو کې چې دغو بندیانو خوړلي د نیواک ضد بې هوښه کوونکي، انسولین، انتي بیوتیک او د وینې د فشار درمل شامل وو.
د زندان په څلورخواوو کې اوس بلوا ضد پولیس ګومارل شوي دي.
د دغې پېښې له ډاګیزېدو وروسته د بندیانو خپلوان د زندان مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي دي، دوی د زندان چارواکي دغو بندیانو ته د زهرو په ورکولو تورن کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ادارې ویلي، چې غواړي د دې پېښې په تړاو د دغه زندان له مشره پلټنې وکړي.
د دې پېښې د ډاګیزېدو پر مهال لومړی چارواکو ویلي وو، چې ۱۳ بندیان پکې وژل شوي دي.
وینزویلا د سوېلي امریکا په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي، چې د جرمونو کچه پکې ډېره لوړه ده او قضايي سېستم ته یې له همدې امله د کار داسې پېټی ور په اوږو شوی، چې له وسه یې نه دی پوره.
د بندیانو شمېر پکې ورځ تر بلې په ډېرېدو دی او ډېر یې محاکمې ته په تمه شپې سبا کوي.
د وینزویلا د زندانونو د څار په نامه د بشري حقونو یوه ملاتړې ټولنه وايي، په دغه هېواد کې ډېری زندانونه د وسله والو بندیانو لخوا چلول کېږي، چې په وینا یې امنیتي ځواکونه پرې ډېر کم کنټرول لري.








