د بوکو حرام ډلې لومړی ځل پر چاد برید کړی

د عکس سرچینه، AFP
د بوکو حرام په نامه اورپکې ډلې تېره شپه د مرکزي افریقا پر هېواد چاد برید وکړ. چارواکي وايي دا پر چاد د دغې اورپکې ډلې د خپل ډول لومړی برید دی.
د پوځ یوه ویاند بي بي سي ته وویل اورپکي په څلورو بېړیو کې د سیند له لارې اوښتي او پر یوه کلي یې برید کړی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي د چاد ځواکونو د بوکو حرام ډلې برید په شا وتمباوه.
په دې وروستیو کې چاد د بوکوحرام ډلې پر ضد په پوځي ایتلاف کې د نایجریا، نایجر او کامیرون هېوادونو سره يوځای شو.
د بوکو حرام اورپکه ډله غواړي په نایجریا کې اسلامي خلافت رامنځ ته کړي او له ۲۰۰۹ کال راهیسې یې د نایجریا په شمال ختیځ کې زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې خپلو کورونو خوشې کولو ته اړ کړي دي.
"کورونه سوځول شوي"
د چاد پوځ یوه چارواکي اعظم برمندوا اګونا بي بي سي ته وویل اورپکو د ګوبوا په کلي کې په جګړه کې د دوی یو پوځي وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
ښاغلي اګونا وویل په برید کې یو ځايي مشر هم وژل شوی خو نوموړي د نورې ملکي مرګژوبلې په اړه څه ونه ویل.
هغه وویل په جګړه کې د بوکوحرام ډلې دوه اورپکې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د بریدګرو شمېر شاوخوا ۳۰ وو چې د کلي دوه پر درې برخه کورونه یې وسوځول.
چارواکو وویل د چاد پوځ جنګي الوتکو د اورپکو د برید په ځواب کې پر دوی هوايي بریدونه وکړل او د دوی بېړۍ یې ویجاړې کړې.
چاد په سیمه کې د پوځي امکاناتو له پلوه تر ټولو غښتلی قوت ګڼل کېږي او په نایجریا او نایجر هېوادونو کې یې پر بوکوحرام هوايي بریدونه کړي دي.








