عراق کې د شپې ۱۲ کلن ګرځبندیز پای ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق پلازمېنه بغداد کې له تېرو څه باندې ۱۲ کلونو راهیسې د شپې ګرځبندیز ختم شو.
ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.
تېره اونۍ د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی و.د نوموړي ویاند سعد معن ویلي ''لومړي وزیر سر له شنبې ورځې راهیسې بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی دی.''
بغداد کې له تېرو نژدې لسو کلونو راهیسې له نیمې شپې د ګهیځ تر پنځو بجو پورې ګرځبندیز و.
بغداد کې د وسله والو ځواکونو قومندان اعظمیه، منصور او سیدیه سیمې له وسلو پاکې اعلان کړې دي.
دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه شوې، چې عبادي په یوه ورته فرمان کې د بغداد مرکزي الکراده سیمه هم له وسلو پاکه اعلان کړې وه.
د بغداد د عملیاتو د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي ''په الکراده کې د وسلو تر ختمېدو وروسته، عبادي د یادې سیمې د پاکوالي اعلان وکړ.''
دی زیاتوي ''العبادي په بغداد کې د ځینو سیمو د لارو پرانیستلو امر هم کړی، چې ولسي وګړي پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.''

د عکس سرچینه، Reuters
حیدر العبادي په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد، چې وړاندې یې هم بغداد کې د ځینو تړل شویو لارو د پرانیستلو امر کړی و.
په بغداد کې عامو خلکو د لومړي وزیر ددغه امر هرکلی کړی دی.
په سوېلي کربلا ښار کې هم د ګرځبندیز ختمولو خبر ورکړی شوی دی.








