بغداد کې بمي چاودنو لږترلږه ۳۴ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
پولیس وايي د عراق پلازمېنه بغداد کې د دریو بمي چاودنو پایله کې لږترلږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.
چاودنې د اوږدې مودې راهیسې لګول شوي ګرځبندیز له ختمېدو یوازې څو ساعته مخکې وشوې.
په لومړۍ پېښه کې یوه ځانمرګي د نوي بغداد د شیعه مېشتې سیمې په یوه هوټل کې برید وکړ. په دغه برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
د بغداد په مرکز او سوېل لوېدیځ کې په دوو جلا بریدونو کې ګڼ نور کسان هم ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند برید جنرال سعد معن وویل هغه په دې باور نه دی چې ګنې دغه چاودنې دې د ګرځبندیز له ختمېدو سره تړاو ولري.
د پنجشنبې پر ورځ حکومت اعلان کړی و چې ګرځبندیز به د شنبې پر ورځ له منځه یوړل شي.
د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو یرغل د صدام حسین حکومت نسکور کړ، یو نه یو ډول ګرځبندیز پلی و.
د وروستي ګرځبندیز له مخې چې له تېرو اوو کلونو راهیسې پلی دی، له نیمې شپې نه تر سهار پنځو بجو پورې خلکو بهر د ګرځېدو اجازه نه درلوده.
لومړي وزیر حیدرالعبادي د ورځني ژوند نورمال حالت ته را ګرځولو لپاره او د دې لپاره چې وښيي بغداد د اسلامي دولت اورپکې ډلې له خوا نه ګواښل کېږي، د ګرځبندیز د له منځه وړلو امر کړی و.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې پر ورځ د شمالي عراق په الزمر سیمې کې یو ډله اییز قبر وموندل شو چې ښيي د ایزیدي مذهبي لږه کیو ټولنې ۱۶ غړي په کې ښخ کړای شوي وو. پر دوی تېر کال د اسلامي دولت اورپکې ډلې برید کړی و.
په روانه اوونۍ کې چارواکو یو بل ډله اییز قبر هم موندلی و.








