عراق کې ځانمرګي برید د ۲۰ تنو ژوند اخیستی

د عکس سرچینه، Reuters
د عراق پلازمېنې بغداد سوېل کې ځانمرګي برید د حکومت پلوې "ویښتابه" ډلې پر جنګیالیو ځانمرګی برید کړی، چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي دي.
دغه ډله په عراق کې د "اسلامي دولت" سخت دریځې ډلې سرسخته مخالفان دي.
برید کوونکي المدائن ښار د پوځي اډې د ننه د "ویښتابه" ملېشو منځ ته ځان رسولی، چې د تنخاوو د اخیستو پرمهال یې د هغوی په یوه جوړ شوي کتار کې ځان چوولی دی.
باور کېږي، چې په وژل شویو کې د ویښتابه ډلې ۱۵ کسان، او نور عراقي پوځیان دي.
دوو افسرانو ویلي، په دغه برید کې لږترلږه ۵۵ نور کسان ټپیان شوي.
المدائن ښار د بغداد په سوېل کې نژدې ۲۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
"ویښتابه" ډله له هغو سُني ملېشو جوړه شوې ده، چې د القاعدې پروړاندې د امریکا متحدو ایالتونو له ځواکونو سره یوځای یې فعالیت درلود.
دغه ډله په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې عراق کې فعالیت پیل کړ، خو سني سخت دریځي یې "خاینان" بولي.
طبي سرچینو هم ددغه برید شمېرې تایید کړې دي، خو تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.
څارونکي وايي، ښکاري چې دا برید به "اسلامي دولت" ډلې کړی وي.

د عکس سرچینه، EPA
دغه ډله له تېر اوړي راهیسې مرګوني بریدونه او جګړې کوي، چې تر اسوه یې د عراق ډېرې سیمې نیولې دي.
"اسلامي دولت" د ګڼو عراقي ښارونو په ګډون د دغه هېواد مهم موصل ښار هم په لاس کې لري.
په ۲۰۱۱ کال له عراقه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد د خونړیو بریدونو شاهد دی.








