د اوباما پر ادارې د اردن د پوځي ملاتړ ډېرولو فشار دی

د عکس سرچینه، AFP
د امریکايي ولسمشر بارک اوباما اداره دا مهال د مشرانو جرګې له ډېرو فشارونو لاندې ده، چې له اردن سره د ''اسلامي دولت'' ډلې پر وړاندې لا ډېره پوځي همکاري وکړي.
''اسلامي دولت'' یو اردنی پیلوټ معاذ الکساسبه، چې مخکې یې نیولی و، تېره ورځ ژوندی وسوځاوه چې په غبرګون کې یې اردن په ترهګریزو بریدونو تورنه عراقۍ ساجده الریشاوي او زیاد الکربولي اعدام کړل.
''اسلامي دولت'' د ساجدې الریشاوي د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
د پیلوټ وژنه په کور دننه او بهر د سختو غبرګونونو راپیدا کېدو لامل شوه .
د امریکا جمهوریت غوښتونکو او دیموکرات ۲۶ غړو پوځي خدمتونو جرګګۍ په یوه دریځ د اسلامي دولت پروړاندې د اردن د پوځي ملاتړ ډېرولو غوښتنه وکړه:

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
''د ''اسلامي دولت'' پروړاندې ایتلاف په چوکاټ کې باید اردن ته د اړتیا وړ پوځي همکارۍ برابرولو زمینه برابره شي''.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ددغې جرګګۍ د غړو له قوله ویلي، دوی د امریکا دفاع وزیر جان کیري او دفاع وزیر چک هېګل ته یو لیک استولی چې اردن ته دې د الوتکو په تړاو او د شپې مهال د اورپکو د لیدلو د اړتیا وړ توکي ورکړي.
د اردن پاچا دویم عبدالله ددغې جرګګۍ له ځینو غړو او ولسمشر بارک اوباما سره د تېرې سې شنبې په ورځ وکتل.
پاچا د پیلوټ د وژنې د پېښې رامنځ ته کېدو له کبله د امریکا سفر لنډ کړ او بېرته ژر اردن ته ستون شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service
د چارشنبې په ورځ عبدالله له جګپوړو اردني مشرانو سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې ''اسلامي'' دولت به په ارامه پرې نه ږدي او پر وړاندې به یې جګړه تېزه کړي.

د عکس سرچینه، AP

اردنی پیلوټ په بند کې
۲۰۱۴، دسمبر ۲۴: اردنی پیلوټ معاذ یوسف الکساسبه د الوتکې د لوېدو له کبله د ''اسلامي دولت'' منګولو ته ولوېد
۲۰۱۴، دسمبر ۲۵: د پیلوټ پلار صافي الکساسبه له ''اسلامي دولت'' د زړه سوۍ غوښتنه وکړه
۲۰۱۵، جنوري ۲۰: ''اسلامي دولت'' وویل،که چېرې جاپان دوی ته د جاپاني د خلاصون بدل کې ۲۰۰ میلیون ډالر ورنه کړي، دوی به جاپانی برمته شوی په ۷۲ ساعتونو کې ووژني
۲۰۱۵، جنوري ۲۴: ''اسلامي دولت'' د یوه جاپاني برمته شوي هارونا یوکاوا د سر غوڅولو وېډیو خپره کړه
۲۰۱۵، جنوري ۲۴: ''اسلامي دولت'' په اردن کې د عراقۍ ساجده الریشاوي د خوشي کولو غوښتنه وکړه
۲۰۱۵، جنوري ۲۸: اردن د پیلوټ معاذ الکساسبه د خلاصون مقابل کې د الریشاوي د خوشي کولو وړاندیز وکړ
۲۰۱۵، جنوری ۳۱: په یوه وېډیو کې د دویم جاپاني کینجي ګوتو د سر غوڅول خپاره شول
۲۰۱۵، فبروري ۳: ''اسلامي دولت'' د پیلوټ کساسبه د ژوندي سوځولو یوه وېډیو خپره کړه، چې د اردني رسنیو د ادعا له مخې، پیلوټ څو اونۍ مخکې وژل شوی و








